د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو له خوا د کورنو د تلاشي خبره ردوي او وايي چې دا به یوازې افغان ځواکونه تر سره کوي.
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د کورنو په تلاشۍ کې د امریکايي ځواکونو د ګډون په تړاو د واشنګټن پسټ ورځپاڼې راپور ناسم بولي وايي چې په هېڅ وجه به دغه ځواکونه په دې چارو کې ګډون ونه کړي.
واشنګټن پُست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له دې وروسته به امریکايي ځانګړي ځواکونه په کابل ښار کې د شپې عملیات کوي او کورنه به تلاشي کوي.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ«۱۳۳۹۶کال کب ۲۷» ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د شپې عملیات نه کېږي او شکمن کورنه به هم یوازې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تلاشي کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"له هغو سیمو چې استخباراتي راپورنه ترلاسه شي، هغه سیمې به تلاشي کېږي، په دغه پلان کې امریکايي ځواکونه شامل نه دي، یوازې ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه به په کې ګډون ولري."
د نوموړي په خبره، افغان امنیتي ځواکونه د دغه پلان د پلې کېدو وړتیا لري او په دې برخه کې د نړیوالو ځواکونو همکارۍ ته اړتیا نه لیدل کېږي.
په کابل کې تر خونړیو حملو وروسته، امنیتي بنسټونو پر یو هر اړخیز امنیتي پلان کار پیل کړ چې د موانعوو جوړول، د سیارو سکنرونو نصبول، د مشکوکو کورونو پلټل یا تلاشي کول او نور موارد په کې شامل وو.
د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي
مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي
دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي
د کابل په نوي امنیتي پلان کې پر څه ډېر ټینګار شوی؟
ښاغلی رحیمي وايي، د افغان امنیتي او نړیوالو ځواکونو په ګډو بحثونو کې جنرال جان نېکلسن تل ټینګار کړی چې له امنیتي پلوه په زیانمنو سیمو کې به یوازې افغان امنیتي ځواکونه عملیات کوي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي و چې طالبانو په کابل کې ځای نیولی او په ښار کې شبکې لري چې حملو ته سهولتونه برابروي.
نوموړي ویلي د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونه د مګری د کابل امنیت د خوندیتوب په هدف هلې ځلې کوي.
د کابل امنیه قوماندان داود امین هم ویلي چې همدا شبکې په کابل کې انتحاري حملې او چاودنې پلانوي.
امنیه قومانداني: په کابل کې حملې په دغه ښار کې د موجودو ترورېستي ډلو لهخوا کېږي
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال، په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیات او کور په کور تلاشۍ د نوموړي او خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ او ودرول شول.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د کابل ښار امنیت خوندي کړي.
د دې کارپوهانو له ډلې صدیق ساحل وايي، نړیوال ځواکونه باید له افغان ځواکونو سره د استخباراتي اطلاعاتو په شریکولو کې هم مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"داخلي ځواکونه مجهز نه دي د تجهیزاتو او د ظرفیت له نظره اړتیا ده چې هغوی«نړیوال ځواکونه» مداخله وکړي، یوازې مشوره ورکړي او اطلاعات شریک کړي."
ښاغلی ساحل وايي، په کابل کې د خلکو د کورونو په تلاشي کې د امریکايي ځواکونو ګډون به د خلکو احساسات راوپاروي.
راپور: رحمت الله افغان