د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

بریتانیې، فرانسې او جرمني د ايران پر ضد د نويو بنديزونو وړانديز کړی


بریتانیې، فرانسې او جرمني د ايران پر وړاندې د نويو بنديزونو وړانديز کړی دی.

د راپور له مخې دوی دا وړانديز د ایران د بالسټیک توغنديو د پروګرام او د سوريې په جګړه کې د دې هېواد د رول په تړاو کړی دی.

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران پر وړاندې د اقتصادي بنديزونو د دوام غوښتنه کوي، بریتانیې، جرمني او فرانسې د اروپايي اتحادیې هېوادونو پلازمېنو ته د ايران پر ضد د نويو بنديزونو وړانديز لېږلی دی.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې دا سند چې د جمعې په ورځ لېږل شوی، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د غوښتنو په عکس العمل کې دی او همداراز له ايران سره اټمي موافقې ته د ټرمپ د ژمن پاته کولو هڅه ده.

د نړۍ قدرتونو په ۲۰۱۵مېلادي کال کې له ايران سره اټمي موافقه لاسليک کړه.

رويټرز د دوو سرچينو له قوله لیکلي چې دا سند په اروپايي اتحاديه کې د ايران پر ضد د نویو بنديزونو د ملاتړ ازمایلو لپاره لېږل شوی دی.

د اروپايي اتحاديې د اصولو له مخې، ټول اته ويشت غړي هېوادونه بايد له داسي بنديزونو سره موافق وي.

رويټرز اروپايي اتحاديې ته د لېږل شوي سند متن راخيستی چې وايي، موږ به په راتلونکو څو ورځو کې د هغو کسانو او سازمانونو د نومونو لېست ولېږو چې بايد بنديزونه یې په نښه کړي.

په دغه سند کې په ځانګړې توګه د ايران د بالسټیک توغنديو پروګرام او د سوريې په اووه کلنه جګړه کې د بشار اسد له رژيم سره د ايران د ملاتړ په اړه ويل شوي دي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار هربرت رېموند مک مسټر د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل:

مک مسټر
مک مسټر

"په سوریه کې د بشار اسد رژيم پرته له توپيره خلک وژلي، ځپلي، وږي ساتلي، ورباندي يې جنسي تېری کړی او کیمیاوي وسلې يې ورباندي کارولي دي، د نړۍ ټول مدني هېوادونه بايد په سوریه کې د انسانانو ځپنې ته د لارې جوړولو په خاطر ايران او روسیه مسئول ونيسي."

سند وايي چې بریتانيه، فرانسه او جرمني د مې مياشتې تر دوولسمې نېټې ور وړاندې له موافقې سره د امریکا د اخري او څرګند ملاتړ لپاره د ټرمپ له ادارې سره په تماس کې وو.

د وړانديز له مخې، دا بنديزونه به ملېشې او قوماندانان هدف ګرځوي او له سوريې سره اړوند د اروپايي اتحاديې له مخکې بنديزونو سره سم به پر سفر بنديز لګوي، شتمنۍ به کنګل کوي او له دولتي او شخصي شرکتونو سره سوداګري په نښه کوي.

مخکې ټرمپ تهديد کړی وو چې امریکا به له ايران سره له اټمي موافقې څخه ووزي که په دغه موافقه کې ځيني تغيرات رانشي.

ده د دغو تغيراتو لپاره اروپايي ټولنې او د امریکا کانګرس ته د مې تر دوولسمې نېټې وخت ورکړی دی.

ټرمپ ټينګار کوي چې تهران د اټمي موافقې له روحيې سرغړونه کړې ده او خپل د بالسټیک توغندیو پروګرام د اټمي وسلو جوړولو لپاره کاروي.

ټرمپ غواړي پر ايران بنديزونه ته دوام وکړي، د دغه هېواد پر اټمي پروګرام نړيوال څار زيات کړي او پر بالسټیک توغندیو پروګرام محدوديتونه وضع کړي.

ايران ټينګار کوي چې اټمي پروګرام يې يوازې د ملکي انرژۍ د مقاصدو لپاره دی او په سیمه کې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ردوي.

له ايران سره په اټمي موافقه کې د امریکا د پاته کېدو په اړه هغه مهال اندېښنې راپورته شوې چې روانه اوونۍ ټرمپ د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.

ويل کېږي ريکس ټلرسن له ايران سره د اټمي موافقې ملاتړی وو.

ټرمپ د ټلرسن پر ځای د امریکا د استخباراتي ادارې يا «سي. ای. اې» مشر مايک پامپيو نوماند کړ چې د ايران او د دغه هېواد د اټمي پروګرام سخت مخالف دی.

XS
SM
MD
LG