د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

سپینه ماڼۍ: تمه ده د امریکا او شمالي کوریا مشران سره وویني


سپینه ماڼۍ وايي، د پیونګ یانګ له چوپتیا سره سره، تمه ده چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ سرمشریزه ترسره شي.

امریکايي مقامات وايي، د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ کتنه احتمال لري.

د جنوبي کوریا هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې يې شمالي کوریا ته سفر کړی دی، ویلي یې دي چې کېم جونګ اون غواړي له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره وویني.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر ټرمپ به له کېم جونګ اون سره وویني؟

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل چې سپینه ماڼۍ دې کتنې ته منتظره ده.

سارا سندرز
سارا سندرز

سارا سندرز وویل دا کتنه پېشنهاد شوې ده او متحده ایالاتو منلې ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل د دې لپاره چې د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ د کتنې دقیقه نېټه او ځای وټاکل شي، د دواړو لورو ترمنځ باید یو لړ موافقې وشي.

ټېلرسن پرون په الجزایر کې وویل دا موضوع لا په ابتدايي پړاو کې ده او شمالي کوریا لا تر اوسه په دې باب زیات څه نه‌دي ویلي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل واشنګټن د شمالي کوریا تماس ته منتظر دی.

په یوه بې‌مخینې تحول کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره پر کتنه موافقه وکړه.

جنوبي کوریا بیا ویلي دي چې ښايي د امریکا او د شمالي کوریا مشران د راروانې مې میاشتې په وروستیو کې له یو بل سره وګوري.

تر دې احتمالي کتنې دمخه ټاکل شوې ده چې د جنوبي او شمالي کوریا مشران په راتلونکې اپرېل میاشت کې کتنه وکړي.

راپورونه وايي چې د جنوبي او شمالي کوریاګانو د مشرانو ترمنځ کتنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه سرحدي کلي کې وشي.

په داسې وخت کې چې شمالي کوریا د اټمي ازموینو له امله، د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د اټمي جګړې خطر پیدا شوی و، د ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ احتمالي کتنه یو ستر تحول بلل کېږې.

د جنوبي کوریا پلاوی چې له پیونګ یانګ‌يې کتنه کړې ده د شمالي کوریا د مشر پیغام د متحده ایالاتو او چین مشرانو ته رسولی دی.

XS
SM
MD
LG