د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۳

امریکا پر شمالي کوریا يو لړ تازه بنديزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو پرون سې شنبه پر شمالي کوریا يو لړ تازه بنديزونه ولګول.

واشنګټن تر دې مخکې رسماً اعلان وکړ چې پيونګ يانګ تېر کال د شمالي کوريا د رهبر د ناسکه ورور د وژنې لپاره د هغه پر مخ کيمياوي مواد پاشلي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې شمالي کوريا د دغه هېواد د رهبر ناسکه ورور په منع شويو کيمياوي موادو وژلى او پر پيونګ يانګ‌يې انتقاد وکړ چې په يوه نړيوال هوايي ډګر کې يې کيمياوي وسيله کارولې ده.

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ناسکه ورور کېم جونګ نام تېر کال د مالیزیا په کوالالامپور هوايي ډګر کې ووژل شو.

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ناسکه ورور کېم جونګ نام.
د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ناسکه ورور کېم جونګ نام.

داسې راپور ورکړل شوی و چې دوو ښځو د ګڼو کسانو په حضور کې د هغه پر مخ کیمیاوي مواد وپاشل.

دا پېښه په ډیپلوماتيک ډګر کې يو ټکان و چې په شمالي کوريا کې د غندنو سبب شوه.

ويل شوي چې يوه ښځه د اندونيزيا او بله د ويتنام ده چې اوس دواړه په ماليزيا کې محاکمه کېږي.

پر دوى تور پورې دى چې پر کېم جونګ نام يې چې په چين کې يې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه د «VX» په نوم دغه زهرجن کيمياوي مواد پاشلي دي.

دغو ښځو ويلي، دوى ظاهراً د ټلوېزيون د يوه طنزيه پټې کمرې ته ورته د يوه پروګرام لپاره ګمارل شوې وې او خطا وتلې دي.

د راپورونو له مخې دغه دسيسه د شمالي کوريا د يوه ډله جاسوسانو له‌خوا طرحه شوې چې وروسته له دغه هېواده تښتېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هدر ناوئرت ويلي، د امريکا حکومت د شمالي کوريا د رهبر د ناسکه ورور کيم جونګ نام د مرګ د علت د څېړنې لپاره د فبرورۍ پر ٢٢مه خپل اراده څرګنده کړه.

هغې پرون په يوه اعلاميه کې ويلي، وروسته له هغې چې د دې وژنې په اړه معلومات رسماً خپاره شول، پر شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ تازه بنديزونه ولګول شول.

هدر ناوئرت
هدر ناوئرت

هدر ناوئرت وويل:

"د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف له کیمیاوي وسلو کار اخیستلو یو ځل بیا د شمالي کوریا د مسؤلیت نه‌اخیستنې ماهیت ښکاره کړ او دا يې جوته کړه چې موږ داسې يوه شمالي کوريا نه‌شو زغملى چې ويجاړوونکې وسلې ولري."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دا وضاحت نه‌دى ورکړل شوى او نه هم مدارک وړاندې شوي چې امريکا څنګه دغې نتيجې ته رسېدلې ده.

که څه هم د دې پېښې له کبله امريکا پر شمالي کوريا يو لړ اقتصادي بنديزونه ولګول، خو تر دې مخکې سيال هېواد جنوبي کوريا ويلي وو چې پيونګ يانګ د اټمي موضوع له کبله د درېدلي حالت د ختمولو لپاره خبرو ته چمتووالى ښوولى دى.

د امريکا د قانون له مخې کله چې کوم هېواد د کيمياوي يا هم بيالوژيکي وسلو له بنديزه سرغړونه کوي، د دغه هېواد پر توليداتو يا هم وارداتو بنديز لګول کېږي.

پر شمالي کوريا له مخې د امريکا او ملګرو ملتونو له‌خوا شديد بنديزونه لګول شوي دي او ګومان کېږي چې دغه تازه بنديزونه به پر دغه هېواد ډېر لږ اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG