د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۴

ټرمپ: د اټمي وسلو د لېرې کولو په اړه پر یوه معامله کار کوو


د امریکا ولسمشر وايي، له شمالې کوریا سره د اټمې وسلو د لېري کولو په اړه پر یوه معامله کار کوي چي د ډونالډ ټرمپ په وینا دی تمه لري چې دا به د ټولې نړۍ په ګټه وي.

ولسمشر ټرمپ پرون پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې پر دې معامله کار روان دی او که بشپړه شوه نو دا به د نړۍ لپاره یوه ښه اټمې معامله وي.

تر دې یوه ورځ مخکې سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر ټرمپ موافقه کړې ده چې په راروانه می میاشت کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اوون سره وویني.

امریکا وايي، په دې کتنه کې به له اټمې وسلو څخه د کوریا د ټاپوزومې د پاکولو لپاره پر یوې معاملې خبرې وشي.

د امریکا جمهور رئیس په خپل ټویټ کي ویلې چې له کیم جونګ اوون سره د د کتني دقیق وخت او ځای لا نه دی ټاکل شوی.

خو سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ او د هغه چینايي سیال پرون په خپله کتنه کې په پر شمالي کوریا د هغو بندیزونو په ساتلو سلا وکړه چې ملګرو ملتونو پرې لګولې دي.

XS
SM
MD
LG