په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور چې څه باندې ۱۶ کاله پرې وځي، بیا پیاوړی کېږي.
- ایا څوک دې مسئلې ته پام کوي؟
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې تېره اوونۍ چې کله په سنا کې په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا امنیت ته د لویو ګواښونو پر مسئلې بحث کېده، د افغانستان نوم یوازې څلور ځلې یاد شو او هغه هم د امنیتي لوړپوړو چارواکو په پرانیستونکو ویناوو کې، نه د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې.
دغې غونډې دوه ساعته دوام وکړ، خو هېڅ یوه سناتور له استخباراتي چارواکو د افغانستان په اړه پوښتنه ونهکړه.
د اسوشیټېډ پرس په وینا، له دې ښکاري چې دغې جګړې ته چې اوس ۱۵ زره امریکایي ځواکونه پهکې ښکېل دي، ډېره لېوالتیا نهشته.
د راپور له مخې، داسې هم نهده چې ګواکې دغه جګړه پای ته رسېدو ته نږدې ده.
تېره میاشت د امریکا د پوځي روزنې د لوا شااوخوا ۸۰۰ سرتېري افغانستان ته ورسېدل چې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو چارې پیاوړې کړي.
دغهراز د پوځیانو تر څنګ د جنورۍ له میاشتې راهیسې، جنګي او نورې الوتکې هم په افغانستان کې زیاتې شوې دي.
خو دا نهده روښانه چې دغه جګړه به چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر کې پیل شوې، هغسې چې امریکا یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ د میاشتې د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته تمه کوله، مخ ته لاړه شي.
ښایي د جګړې تصویر لا هله روښانه شي چې په راروان پسرلي کې له معمول سره سم د جګړې د تودېدو فصل پیل شي.
انتوني کوردسمن چې د واشنګټن د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان حالات له نږدې څاري، تېره میاشت په یوه مطلب کې لیکي وو چې د امریکا حکومت د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره په پلانونو او پوځي تاکتیکونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د مدني او سیاسي ثبات لپارهیې هېڅ نهدي ترسره کړي.
د ده په وینا، دا هغه ستونزه ده چې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو سره به ورته ډېره توجه واوړي.
کوردسمن وایي، د ولسمشر ټرمپ اداره یوازې په افغانستان کې د امنیت له خرابوالي سره مخ نهده، بلکې په سیاسي، حکومتي یا اقتصادي برخو کې یوه څرګنده ستراتېژي هم نهلري چې په افغانستان کې له ثبات سره مرسته وکړي.
د کابل کمزوری حکومت او د وسلهوالو طالبانو مقاومت د امریکا د پوځ په وړاندې یوازنۍ ستونزې نهدي، بلکې د امریکایي چارواکو په وینا، د روسیې مداخلې هم په دې هېواد کې د امریکا او ناټو پوځي هڅې زیانمنې کړې دي.
امریکایي جنرال جوزېف ووټل تېره میاشت د کانګرس یوې کمېټې ته ویلي وو چې مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د سخت دریځو حضور زیات وښیي او ملامتي یې هم پر امریکا اچوي چې دا هېواد په افغانستان کې ناکام شوی دی.
خو افغان چارواکي بیا د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان لاسوهنه د جګړې د دوام یو اصلي لامل بولي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري:
"نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو اوس دا درک کړې چې ستونزه په پاکستان کې ده، تر هغو چې په سیمه کې دا ستونزه نهوي حل شوې، دوی به د افغانستان ملګري وي او د افغانستان تر څنګ به وي."
پر پاکستان سربېره په دې وروستیو کې ایران هم تورن شوی چې له وسلهوالو طالبانو سره مرسته کوي، خو اسلاماباد او تهران دواړه دا تورونه ردوي.
په جورج واشنګټن پوهنتون کې د سیاسي علومو او د نړیوالو چارو استاد سټیفن بیدل وایي، دا چې امریکایان له دغې جګړې سره چندان لېوالتیا نهلري، دې مسئلې له سیاسي پلوه ټرمپ ته د دې امکان برابر کړی چې دغه جګړه هغسې چې دی یې غواړي، مخ ته یوسي.
د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن په تېره نومبر میاشت کې ویلي وو چې افغان پوځ د امریکا په ملاتړ د جګړې لوری بدل کړی او د طالبانو په وړاندې برلاسی شوی دی.
له هغې راوروسته طالبانو د کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې لویې حملې ترسره کړې چې لسګونه ملکیان پهکې ووژل شول، امریکایي چارواکو داسې وانګېرله چې ګواکې دا د طالبانو د وارخطایۍ تاکتیک دی او داسې یې استدلال کړی و چې دوی نور د دې توان نهلري چې نوې سیمې ونیسي.
خو د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس ډان کوټس د تېرې سې شنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان د حالاتو داسې تصویر ورکړ چې ډېر خوشبینانه نهو.
هغه وویل، موږ د افغانستان عمومي امنیتي وضعیت داسې ارزوو چې راتلونکی کال به وضعیت لا یو څه خراب شي او د افغانستان پر حکومت به د طالبانو لهخوا فشارونه دوام ومومي.
کوټس زیاته کړه چې افغان ځواکونه به وکولای شي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د لویو ښاري سیمو کنټرول ته دوام ورکړي، خو ورته استماعیه غونډې ته بیا د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر جنرال رابرټ اشلي یو مختلط تصویر ورکړ.
هغه اټکل وکړ چې افغان ځواکونه به سږ کال تهاجمي عملیاتو ته پراختیا ورکړي، خو هغه د دې وړاندوینه هم وکړه چې طالبان به هم ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي، په لیرې پرتو سیمو کې به خپل نفوذ زیات او د ولسواليو مرکزونه له ګواښ سره مخ کړي او په ښاري سیمو کې به هم د لویو حملو په ترسره کولو سره، پر حکومت د خلکو اعتبار زیانمن کړي.