د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

مشرانو جرګې د سولې په اړه د ولسمشر غني له طرحې نه ملاتړ وکړ


د افغانستان مشرانو جرګې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د ولسمشر له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې له نویو وړاندیزونو ملاتړ وکړ.

مشرانو جرګه وايي، د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د افغان حکومت له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز شوې طرحه، یوه بشپړه طرحه ده او نور طالبانو ته د جګړې پلمه نه پاتې کېږي.

د دغې جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ په عمومي ناسته کې له دغې طرحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې طالبان دې هم د سولې لپاره غږ پورته کړي.

مسلمیار: خدای دې وکړي چې طالبان هم د ولس لپاره غږ پورته کړي.
مسلمیار: خدای دې وکړي چې طالبان هم د ولس لپاره غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه برنامه چې ولسمشر د کابل په کنفرانس کې نړیوالو ته وړاندې کړه او پر طالبانو باندې غږ وکړ چې سوله وکړي، موږ یې ملاتړ کوو، خدای دې وکړي چې طالبان هم د ولس لپاره غږ پورته کړي او حکومت سره د سولې په اړه مثبتې پایلې ته ورسېږي."

افغان ولسمشر شااو خوا دوې اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ ویې‌ ویل چې طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د کابل په ګډون په هرځای کې چې وغواړي د خبرو د پیل لپاره به ورته دفتر پرانستل شي، زندانیان به یې خوشي شي او بهرنیو هېوادونو ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې اسانتیاوې هم برابرشي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو ویلي و چې د سولې لپاره له امریکا سره خبرو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز د جمعې په ورځ پر طالبانو غږ کړی چې راوړاندې شي او د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په پیلولو په دې هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

دې امریکايي چارواکي ټینګار کړی چې وسله وال طالبان دې د ولسمشر اشرف غني پر دې وړاندیز جدي غور وکړي.

په ورته وخت کې افغان سناتورانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت د سولې نوې وړاندیزې شوې طرحې ته مثبت ځواب ووايي.

د دغو سناتورانو له ډلې محمد حنیف حینفي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

د مشرانو جرګې غړي.
د مشرانو جرګې غړي.

"د سولې وړاندې شوې طرحه یو بشپړه پلان دی، داسې یو څه نه دي چې طالبان نور په کې څه ووايي، تراوسه وسله والو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه مثبت ځواب نه دی ویلی، هیله مو دا ده چې طالبان فکر وکړي او د سولې لپاره مثبت ځواب ووايي."

د دغې جرګې بل غړی عبدالله قرلق وايي، که وسله والو طالبان د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي، باید نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا پر دوی او او ملاتړ کوونکو هېوادونو یې سیاسي او پوځي فشارونه زیات کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG