د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

پاکستاني طالبانو د خپل مشر د زوی وژل تأييد کړي


پاکستاني طالبانو منلې چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله زوی د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ ددې هېواد د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي وو چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د روانې میاشتې په ۶مه د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د پاکستاني طالبانو پر یوه مرکز برید کړی چې په نتیجه کې یې ددغې ډلې د مشر د زوی په ګډون، لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي،پاکستاني طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې د امریکا د بې بیلوټه الوتکو په برید کې د خپل مشر د زوی، عبدالله د وژنې پخلی کړی دی.

که څه هم د پاکستان استخباراتي چارواکو ادعا کړې وه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستاني طالبانو یو مرکز په نښه کړی، خو تحریک طالبان پاکستان بیا په دغه اعلامیه کې د خپل مشر د زوی د وژنې د پخلي ترڅنګ ادعا کړې چې دغه برید پر یوه مدرسه شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي:

"دغه برید پر یوه مدرسه شوی چې پایله کې یې د ۲۱ نورو کسانو په ګډون، د صوفي محمد لمسی او د پاکستاني طالبانو مشر فضل الله خراساني زوی عبدالله وژل شویي دي."

پاکستاني طالبانو په داسې وخت کې د خپل رهبر د زوی د وژنې پخلی کړی چې د امریکا حکومت تېره ورځ هغه چا ته د پنځه میلیونو ډالرو جایزې د ورکړې اعلان وکړ چې د ملا فضل الله د ځای ځایګي په اړه ورته معلومات ورکړي.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان مشر پر امریکايي او پاکستاني هدفونو بریدونه کړي.

ملا فضل الله د تحریک طالبان پاکستان اوسنی مشر دی چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ددغه تحریک د وژل شوي مشر حکیم الله محسود وروسته د تحریک مشر شو چې د امریکا متحده ایالاتو بیا وروسته په۲۰۱۵میلادي کال کې هغه د نړېوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ او بندیزونه یې پرې ولګول.

حکیم الله محسود
حکیم الله محسود

د امریکا متحده ایالاتو په داسې وخت کې د پاکستاني طالبانو د مشر د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکوونکي ته د جایزې ورکولو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې، د امریکا د هغو تورونو له امله چې وايي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوي، ترینګلې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر د زوی عبدالله تر وژنې مخکې په تېره میاشت کې ددغه تحریک مرستیال مشر خان سید سجنا هم ددغو الوتکو په برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG