د امریکا متحدایالاتو د پاکستاني طالبانو د یوشمېر مشرانو پر سر نوې جایزې اعلان کړي.
متحدایالاتو پرون پنجشنبه د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله او د دې ډلې د دوو نورو مشرانو د نیولو یا وژلو لپاره د معلوماتو په بدل کې د څو میلیونه ډالرو جایزې اعلان کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر ملا فضل الله د ځای او موقعیت په اړه د معلوماتو په بدل کې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې د جایزې ژمنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې همداراز یادونه کړې چې تر درې میلیونو ډالرو پورې جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکړي چې د پاکستاني طالبانو د یوې اړوندې څانګې جماعت الاحرار د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام په نوم د یوې بلې ډلې د مشر منګل باغ د نیولو یا وژلو باعث شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دې کسانو په ګڼ شمېر ترورېستي حملو کې لاس درلود او د امریکا پر ملي ګټو او همداراز پر امریکايي اتباعو د احتمالي حملو ګواښ ترې متصور و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ ته پر ګواښ سربېره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو د حملو هدف هم لري او دې ډلې له ۲۰۰۸ کال راهیسې له القاعده شبکې سره هم نېږدې اړیکې درلودلې او په څرګنده یې پر متحدایالاتو د حملو ګواښ کړی دی.
د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستاني طالبانو ډلې د فیصل شهزاد په نوم هغه پاکستاني ته هم روزنه ورکړې چې د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت کې یې د نیویارک ښار په ټایمز چوک کې د یوه موټربم حملې ناکامه هڅه وکړه.
امریکايي چارواکي وايي، TTP په ۲۰۱۲ کال کې پر ملالې یوسفزۍ چې هغه مهال د ښوونځي زده کوونکې وه او د نجونو د تعلیم لپاره یې مبارزه کوله، په برید کې هم لاس درلود.
ملاله په دې حمله کې سخته ټپي شوه، خو ژوندۍ پاتې شوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د نوبل د سولې نړیواله جایزه هم وګټله.
پاکستاني استخباراتي چارواکو پرون خبر ورکړ چې د ملا فضل الله زوی او ۱۹ملګري یې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول.
د ملافضل الله زوی د TTP څلورم جګپوړی غړی دی چې په تېره میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل کېږي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر خان سید چې په سجنا مشهور و، هم د بې پیلوټو په برید کې ووژل شو.