د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۸

یو پاکستان سیاسي فعال تر یوکال لادرکه کېدو وروسته کورته ستون شو


په پاکستان کې یو سیاسي فعال له یوه کال لادرکۍ وروسته چې ویل کېده پوځي استخباراتو یا ای ایس ای نیولی و، پرون بېرته خپل کور ته ستون شو.

فعالانو وویل ثمرعباس چي د پاکستان د پوځ سخت منتقد دی،له خپلې کورنۍ سره یو ځای او خوندي دی.

نوموړی او څلور نور بلاګ لیکونکې ملګري يې په ۲۰۱۷ کال کې کله چې يې له اسلام اباد کتنه کوله، په مرموزه توګه لادرکه شوي وو.

د هغو ټلوېزیونې چینلونو ویندویانو او تبصره کونکو چې فکر کېږې له ای ایس ای سره نېږدي دی، ثمر عباس او د هغه ملګري تورن کړي وو چي پر یوې فسبوک پاڼه يې کفر ویل کول.

خو تر لادرکه کېدو نېږدې یوه میاشت وروسته د عباس ملګري یو په بل پسې په مختلفو ښارونو کې خوشې کېدل.

د ثمر عباس دوو ملګرو ای ایس ای جاسوسې اداره تورنه کړې ده چې دوی يې اختطاف او شکنجه کړې دې.

خو د پاکستان پوځ بیا دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG