د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د پاکستاني طالبانو د مشر "ملا فضل‎الله" زوی افغانستان کې وژل شوی


د پاکستاني طالبانو د مشر "ملا فضل‎الله" زوی د یوې مشکوکې امریکایي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په افغانستان کې وژل شوی دی.

چارواکي وایي، عبدالله له خپلو ۱۹ ملګرو سره د مارچ پر شپږمه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چاوګام سیمه کې وژل شوی دی.

د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وینا دا برید د افغانستان پولې ته نږدې د ځانمرګو برید کوونکو پر یوه روزنیز مرکز شوی دی.

پاکستاني رسنیو د دغو چارواکو چې نوم‌یې نه‎دی ښودل شوی، په حواله راپور ورکړی چې وایي، د پاکستاني طالبانو دوه نور سیمه‎ییز قوماندانان ګل محمد او استاد یاسین چې ځانمرګي برید کوونکي یې روزل په وژل شویو کې شامل دي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې برید پر هغې مدرسې شوی چې وسله‎وال په‎کې راټول شوي وو او په خبره‌یې ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د ملا فضل‎الله زوی د طالبانو د ډلې څلورم لوړپوړی کس دی چې په یوې میاشت کې وژل کېږي.

د پاکستاني طالبانو یو بل لوړپوړی قوماندان خان سعید محسود چې په سجنا مشهور وو، تېره میاشت د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او ورپسې دوه نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG