د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۷

د امریکا ځانګړی مفتش رابرټ مولر د ډونالد ټرمپ په اړه شواهد لري


د امریکا ځانګړی مفتش رابرټ مولر شواهد لري چې ښیي د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار له پیلېدو لږ مخکې په «سیشلز» کې په یوه پټه غونډه کې د هغه انتخاباتي کمپاین هڅه کړې وه چې له کرملېن سره یوه پټه اړیکه ټینګه کړي.

دا خبر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه کوچني هېواد کې چې د هند په سمندرګي کې پروت دی دا غونډه د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې د ایریک پرنس «Erik Prince» او کیریل دمیتریف «Kirill Dmitriev» ترمنځ جوړه شوې وه.

پرنس د امریکا یو پېژندل شوی پوځي قراردادي او د ټرمپ د کابینې د پوهنې د وزیر ورور دی او دمیتریف هم روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې د روسیې د حکومت تر کنټرول لاندې د شتمنۍ د یوه صندوق مشر دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یو شمېر کسانو په حواله چې له دغې غونډې خبر دی، وایي چې هغه عیني شاهدان چې له مولر سره همکاري کوي پلټونکو ته ویلي چې دغه غونډه له مخکې د دې لپاره پلان شوې وه چې د ټرمپ د انتقالي چارو مسؤلین د مسکو له یوه استازي سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا ځانګړي مفتش رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې او هم له مسکو سره د ټرمپ د انتخاباتي ټیم د احمتالي اړیکو په اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG