د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

امانو: د ایران او د نړۍ د قدرتونو د اټمي تړون ناکامي به، لویه ناکامي وي


د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وایي، دا به یوه لویه ناکامي وي چې که د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ناکام شي.

د دغې د ادارې مشر یوکیا امانو وایي، د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال تاریخي تړون که ناکام شي دا به یوه لویه ماته وي.

امانو د دوشنبې په ورځ د دې ادارې د مدیره هیئت درې میاشتنۍ غونډې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل چې ترننه پورې دی دا تأییدوي چې ایران د دغه تړون پراساس، له خپل اټمي پروګرام سره په تړاو خپلې ژمنې پرځای کړې دي.

یوکیا امانو او حسن روحاني
یوکیا امانو او حسن روحاني

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دغه تړون سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې هغه ژورې نیمګړتیاوې لري.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس غړو او خپلو اروپایي متحدینو ته څلور میاشتې وخت وټاکه چې دغه تړون اصلاح کړي، کنه امریکا به ترې ووځي.

د امریکا د وتلو په صورت کې ښایي دغه تړون چې تهران یې پر سر د بیا خبرو کول رد کړي، ناکام شي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د دغه تړون پرهغې برخې اندېښنه ښکاره کړې چې له ۲۰۱۶ کال وروسته اعتبار نه لري او هم یې ویلي چې هغه د ایران د میزایلو پروګرام، په سیمه کې د تهران د اقداماتو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو مسایلو ته په ځواب ویلو کې پاتې راغلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر ښاغلي امانو وویل، دغه اټومي تړون د تصدیق په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې ښکاره کړي او که هغه ناکام شي، دا به د اټمي پروګرامونو د تصدیق او د څو اړخیزو تړونونو لپاره ستره ماته وي.

تېره میاشت دغې ادارې راپور ورکړ چې ایران د هغو اساسي ژمنو پرځای کولو ته دوام ورکوي چې د دغه تړون له مخې یې له دې هېواده غوښتنه شوې ده.

امانو وویل چې څارونکو له ټولو هغو ځایونو او دستګاوو لیدنه کړې چې موږ ورته اړتیا درلوده.

په عین حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان چې په دوه ورځني سفر د دوشنبې په ورځ تهران ته رسېدلی، ویلي چې ده ایراني چارواکو ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ استازیتوب نه کوي، خو هغوی ته یې دا ویلي چې هېواد یې دې ته اړتیا لري چې هغو اندېښنو ته ځواب ووایي چې د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام پرسر راپورته شوي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر به په دې سفر کې د ایران له ولسمشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په ګډون، پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG