د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۵

سبا د افغانستان د تحصیلي بنسټونو څلورم تحصیلي نندارتون جوړېږي


د افغانستان د نندارتونونو مرکز سبا سې شنبه د تحصیلي بنسټونو لپاره د بازار موندنې په هدف، د افغانستان د تحصیلي بنسټونو څلورم تحصیلي نندارتون جوړوي.

د دغه مرکز رئیس عزیزالله بارکزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې به شااوخوا ۵۰ تحصیلي بنسټونو او د خپلو خدمتونو په اړه محصلينو ته خپل معلومات وړاندې کړي.

ښاغلی بارکزی وايي، دا کار د محصلينو لپاره هم اقتصادي ښېګڼې لري او دوی کولای شي چې د خپل اقتصاد مطابق د خپلو لوړو زده‌کړو لپاره، د خوښې وړ تحصیلي مؤسسه انتخاب کړي.

XS
SM
MD
LG