د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د بشر حقونو کمېسیون: سلګونه افغان مېرمنې د بکارت پردې معایناتو ته اړې شوي


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سلګونه افغان مېرمنې د عدلي او قضايي ارګانونو او پولیسو له لورې د بکارت پردې د جبري معایناتو ته اړې شوې دي.

جبري نسایي او یا د بکارت پردې معاینه د مېرمنو پر وړاندې د تاویرخوالي بله بڼه ګڼل کېږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سلګونو داسې افغان مېرمنې شته چې په زور سره د بکارت پردې معاینې ته اړ ایستل شوې دي.

د دغه کمېسیون مشرې سیما سمر د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۳ مه» کابل کې د نسايي معایناتو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې په نوم کنفرانس ته وویل چې حکومت باید دغه مسئله جدي ونیسي.

سیما سمر
سیما سمر

نوموړې زیاته کړه:

"د بکارت د پردې جبري معایناتو ته په افغانستان کې مېرمنې د پولیسو له خوا او ان په ځینو مواردو کې د قومي مشرانو له خوا مجبورېږي چې دا یو غیرقانوني او د انساني کرامتو خلاف عمل دی."

اغلې سمر که څه هم د جبري نسايي معایناتو د قضیو د شمېر په اړه کره شمېره وړاندې نه کړه، د افغان مېرمنو د پاملرنې موسسه یا میډیکا وايي چې له تېر یوه کال راهیسې یې ۴۰ داسې قضیې ثبت کړې دي.

د نوموړي دفتر اجرائیوي مشرې حمیرا رسول امیري د کنفرانس په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنې دوی اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دغه وزارت مسؤلینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یادې معاینې د مخنیوي له هڅو سره سره لاهم د بکارت د پردې جبري معاینې دوام لري.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، که څه هم د افغانستان د جذا قانون په نوي کوډ کې د بکارت پردې جبري معاینه جرم ګڼل شوې، خو عامل ته یې د سزا د ورکولو په اړه وضاحت نشته.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که یوه مېرمن راضي نه وي او جرم یې مشهود نه وي، د بکارت پردې معاینات یې نه کېږي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" که یوه نجلۍ په خپله دې ته راضي نه وي چې معاینات یې وشي، موږ یې هېڅکله عدلي طب ته نه معرفي کوو، که چېرته یې جرم مشهود وي او یاهم مستقیماً ادعا پرې شوې وي، په هغه صورت کې دا کار کېږي، که نه قطعي نه ترسره کېږي، موږ په دې برخه کې ټولو امنیتي حوزو ته مسؤلیت ورکړی دی. "

خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې په ځینو مواردو کې دوی د جرم د ثابتولو لپاره ځینې مېرمنې د بکارت پردې د معاینې لپاره عدلي طب ته معرفي کوي.

د ښاغلي رسولي په خبره، دغه ازمېښت هېڅکله په جبري توګه نه ترسره کېږي.

نوموړی دا هم وايي چې پرېکړه یوازې د بکارت د پردې د معیاناتو په نتیجه کې نه ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د رابعه بلخي روغتون د نسايي ولادې برخې یوه متخصصه ډاکټره ګلالۍ خلیلزۍ بیا وايي چې ډېر ځله د بکارت پردې د جبري معایناتو نتیجه د شوې ادعا برعکس وي.

د اغلې خلیلزۍ په خبره، په افغانستان کې د بکارت پردې د معاینې لپاره د متخصصو کسانو د نه موجودیت له کبله، تر ډېره د یادو معاینو په نتیجو باور نه شي کېدای، نو ځکه باید یوازې د معایناتو نتیجې ته په کتو، تورن شخص مجرم ونه پېژندل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG