د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

تر امریکا او پاکستان وروسته چین هم د سولې په اړه د ولسمشر غني پلان ستایلی


د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د کابل د پروسې په دویمه غونډه کې د افغان ولسمشر د سولې د پلان هرکلی کړی او پر ښکلېو خواو یې غږ کړی چې شخړې دې د خبرو له لارې اواري کړي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د "کابل پروسې" په کنفرانس کې د سولې لپاره د افغان حکومت پلان وړاندې کړ چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو پیل او بالاخره د یوه سیاسي ګوند په توګه ددې ډلې پېژندل پکې شامل و.

که څه هم امریکا، بریتانیې او پاکستان او یوناما سازمان د سولې په اړه د افغان حکومت پلان په لومړي سر کې وستایه چې ورپسې اوس چین هم د افغان حکومت دغه پلان ستایلی او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "هووا چونینګ" د پنجشنبې په ورځ په خپلې خبري غونډه کې طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غېر مشروط ډول د خبرو د وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هووا چونینګ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هووا چونینګ.

"چین د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د پراخې سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوي او د ملي روغې جوړې لپاره د افغان حکومت او ولسمشر غني هڅې ستايي، ښکېلې خواووې دې شخړې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي."

ویاندې زیاته کړې چې چین په دې لړ کې تر خپل وسه همکاریو ته چمتو دی او په افغانستان کې یې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې خپل اختلافات یوې څنډې ته کړي او د هېواد د سولې او ثبات لپاره کار وکړي:

"موږ هیله لرو چې په افغانستان کې به بېلابېلې ډلې خپل اختلافات یوې څنډې ته کړي او هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به چې یو مشترک هدف دی، ژر تر ژره کار وکړي."

تر چین مخکې پاکستان هم د سولې په اړه د ولسمشر غني طرحه ستایلې وه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف تېره ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي و:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

"د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې په حقیقت کې د دوو سیاسي قواوو ترمنځ خبرې دي، چې ددې لپاره د ولسمشر غني طرحه ستايي اوپاکستان یې ملاتړ کوي."

د کابل پروسې دویمه غونډه د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو او د شلو هېوادونو د استازیو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

د یادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب کې پر ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې لیکلي چې د کابل پروسې کنفرانس له طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG