د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۰

چارواکي: په هلمند کې نیول شوي جرمني تبعه ۴کاله په کوټه کې تېر کړي


په هلمند کې د ملي اردو چارواکي وايي، هغه جرمنی وګړی چې د طالبانو په لیکو کې نیول شوی څلورکاله په کوټه کې تېر کړي وو.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادر زوی فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې دې جرمن یو کال په پکتیکا ولایت کې هم تېر کړی او له تېر یوه کال راهیسې یې په هلمند کې د طالبانو په سره قطعه کې وسله وال فعالیت کاوه.

افغان چارواکو ویلي چې دا سړی یې د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پرمهال له دوو نورو وسله والو کسانو سره ونیوه.

بهادرزوی ویلي چې دې سړي، د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مولوي ناصر د سلاکار په توګه دنده لرله.

فرانس پرېس آژانس د جرمنۍ ورځپاڼې دې وېلټ Die Weltپه حواله خبر ورکوي چې دا سړی توماس کې نومېده او وروسته مسلمان شوی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې چارواکو د نوموړي په اړه له ۲۰۰۹ کال راهیسې خبر و، او پوهېدل چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان ته ولاړ او له وسله والو طالبانو سره یوځای شو.

ډي وېلټ ورځپاڼې لیکلي دي چې د جرمني پولیسو په ۲۰۱۴ کال کې افغان حکومت ته خبر ورکړی و چې دا سړی ښايي پر نړیوالو اهدافو انتحاري حملې وکړي.

د جرمني چارواکو تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG