د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

سیما سمر: لاهم په جنګي جنایتونو تورن کسان حکومتي دندې لري


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه وايي، په جنګي جنایتونو ځينې تورن کسان لا هم په افغان دولت کې دندې تر سره کوي.

په داسې حال کې چې د خلکو په زړونو کې د کورنیو جګړو تصویرونه او بدې خاطرې اوس هم ژوندۍ دي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، لا هم په جنګي جنایتونو تورن کسان په افغان دولت کې پر دندو بوخت دي.

د دغه کمېسیون رئیسې سیما سمر له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له بده مرغه افغان دولت دا وړتیا نه لري چې تېر جنګي جرمونه او سرغړونې وڅېړي.

نوموړې وايي چې له بشري حقونو سرغړونکي تورن کسان باید د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړي.

سمر: تورن کسان باید د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړي.
سمر: تورن کسان باید د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه افغان حکومت د تېرو جنګي جرمونو او بشري ضد سرغړونکو سره د چلند وړتیا نه لري، خو افغان حکومت مسؤل دی چې د خلکو درد ته د رسېدو هڅه وکړي."

د جمهوري ریاست ویاندویانو د مېرمن سمر د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

مېرمن سمر که څه هم د دغو تورنو نومونه نه اخلي خو وايي، چې خلک دا جنګي جنایتکاران او مجرمین ښه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کلنۍ غونډه کې وویل دولت موظف دی چې د بشري حقونو د سرغړونو موارد وڅېړي.

له دې وړاندې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۰۳ مېلادي کال د مې له میاشتې څخه وروسته د بشري حقونو د سرغړونو په اړه له افغانانو د شکایتونو د ثبت غوښتنه کړې وه چې ۱.۱۷ میلیونه افغانانو په انلاین ډول خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

د دغه شکایتونو د څېړنو وخت لا نه دی ټاکل شوی.

له دې سره تر اوسه په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري سرغړونو په اړه هېڅ ډول نړیواله څېړنه نه ده تر سره شوې.

د راپورنو له مخې په وروستیو درېیو لسیزو کې د شوروي اتحاد په ملاتړ کمونیستي رژیم، د مجاهدینو حکومت او ورپسې طالبان په جنایتونو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د ثور د اتمې د قربانیانو انځورونه.
د ثور د اتمې د قربانیانو انځورونه.

په ورته وخت کې اجرائیه ریاست وايي، حکومت به د بشري حقونو له سرغړونکو سره د قانون د حکمونو سره سم چلند وکړي.

د جرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډيو ته وویل که څه هم د تېرو درېیو څلورو لسیزو تورن د تېر حکومت لخوا بخښل شوي، خو که د دوی په اړه کره اسناد موجود وي حکومت یې په تعقیب مکلف دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت په کچه قاطع اراده موجوده ده چې د بشري حقونو له سرغړونکو سره جدي چلند وشي، عدلي او قضايي بنسټونه مکلف دي چې دا دوسیې وڅېړي او هغه څه چې قانون حکم کوي پر هر چا او هر مقام یې تطبیق کړي."

ده د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون څخه هم وغوښتل چې که دوسیې یا د چا په اړه تورونه ورسره وي هغه دې له حکومت سره شریک کړي.

خو د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل د بشري حقونو د سرغړونکو په اړه د حکومت د سیاسي ارادې د نه موجودیت خبره کوي.

دی په دې باور دی چې د جنګي جنایتکارانو نه محاکمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام سبب شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG