د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

"جنګي جنایتکاران دې په مهمو دولتي پوستونو کې نه ګمارل کیږي"


د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وایي، جنګي جنایتکاران په کابینه او په مهمو دولتي پوستونو کې د ګمارل کیدو حق نه لري.

د دغې ډلې غړیو د پنجشنبی په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې د وروستیو ناامنیو اصلي لامل د کابینې په اعلان کې ځنډ دی خو په کار ده چې وړ کسان د وزیرانو په توګه نوماند شي.

د دې ډلې یو شمېر غړي وایي، دا چې له نوي حکومته درې میاشتې تیریږي د نوماند وزیرانو په انتخاب کې باید له ډېر دقت نه کار واخیستل شي.

نورحال له کابله د محمد ابراهیم صافي په راپورکې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG