د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

"حکومت د جنګي جنایتکارانو په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی"


د عدالت غوښتونکو په نوم د مدني ټولنو فعالانو او په تیروجګړو کې د قربانیانو یو شمېر خپلوانو یوځل بیا له حکومته وغوښتل چې د هغوی غوښتنو ته رسیدګي او د جنګي جرمونو عاملینو ته سزا ورکړي.

د دې ټولنې غړو او د وژل شوو کسانو خپلوانو د پنجشنبې په ورځ د کابل د څرخي پله په سیمه کې په ډله ییزو قبرونو د ګلونو ګیډې کيښودې او د ورکو شوو کسانو عکسونه یې رسنیو ته ورښکاره کړل.

دوی په دپاړه جوړو شوو مراسمو کې له حکومته وغوښتل چې د هغو کسانو پلټنه پیل کړي چې له ډیرو کلونو راهیسې لادرکه دي.

په افغانستان کې د عدالت غوښتنونکو ټولنه او په وروستیو درې لسیزو کې د قرباني شوو کسانو یو شمېرخپلوان انتقاد کوي چې د جنګي مجرمینو د محاکمې او بې واکه کولو لپاره هیځ اقدام نه دی شوی.

دې کسانو چې د پنجشنبې په ورځ یې د کابل د څرخي پله په سیمه کې په ډله ییزو قبرونو د ګلانو ګیډي کیښودې د بشر د حقوقو نړېواله ورځ ولمانځله او د دې ډله ییزو وژنو د عاملینو د محاکمه کولوغوښتنه یې وکړه.

په جنګونو کې قرباني شوي کورنۍ وایي، د بشري حقونو ډيرسرغړونکي لا هم ازاد ګرځي او حتا اوس هم د جرمونو په کولو بوخت دي.

د عبدالبصیر په نوم یوکس وایي، د هاکې د ټيم دیارلس ملګري یې وژل شوي او لا یې قبرونه نه دي معلوم، د پوښتنې یې څوک نشته او د دې لپاره چې ده د خپلو ملګرو یاد تازه کړی وي دې ډله ییزو قبرونو ته راغلی دی:

″د وطن او اسلام پلورنکو له خوا زما د ټیم دیارلس کسان په همدې شاوخوا سیمو کې په شهادت رسیدلي دي.

د یو سړي یوه چرګه ورکه وي ټول کلی ورپسې ګوري دلته په لسګونو زرو خلک تري تم شوي یا وژل شوي خو پوښتنه یې نشته.″

د تیرو جګړود قربانیانوخپلوان او د هغه وخت ځیني عیني شاهدان وایي، چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ لمریزکلونو کې یو شمېر مطرح کسان د څرخي پله زندان ته له وړل کیدو وروسته وژل کیدل چې د پولیګون په سیمه کې په ډله ییزو قبرونو کې ښخ شوي دي.

په داسې حال کې چې د دسمبر لسمه نیټه د بشر د حقوقو نړېواله ورځ ده د عدالت غوښتونکو افغان مدني ټولنه وایي، سره له دې چې افغانستان هم د بشر د حقوقو نړېواله اعلامیه لاسلیک کړي خو په هېواد کې د بشري حقونو رعایت کولو ته لازم پام نه دی شوی.

د دې ټولنې مشرې ویدا احمد په همدې مراسمو کې وویل، افغان حکومت باید د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي عدالت ټینګ کړي او جنګي جنایتکاران نور له واکه وغورځوي:

″زموږ عمده غوښتنه دا ده چې جنایتکاران باید محکمه شي خو له بده مرغه دا جنایتکاران اوس هم په قدرت کې دي او ان تردې چې له دې جملې یې په انتخاباتو کې هم جمهوري ریاست یا یې مرستیالی ته ځانونه کاندید کړي وه.″

دا انتقادونه په داسې وخت کې کیږي چې تیره ورځ د افغانستان د عدلیې وزارت سرپرست سید یوسف حلیم هم وویل چې د بشري حقونو ډيرسرغړونکي یو شمېر دولتي چارواکي، سیمه ییز وسله وال او پخواني جنګ سالاران دي.

خو په دې وروستیو کې جنګي جنایتکارانو ته د سزا ورکولو لپاره هیلې اوغوښتنې زیاتې شوي، څیړونکي یې علت دا بولي چې نوی حکومت ژمنه کړې چې د بشري حقونو او عدالت د ټینګښت لپاره به جدي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG