د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

دفاع وزارت: د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې هوایي عملیات ۵ چنده زیات شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو د روان لمریز کال د ژمي له پیل راهیسې د وسله‌والو مخالفينو پر وړاندې خپل هوايي عملیات پنځه چنده زیات کړي دي.

دغه وزارت وايي، افغان هوايي ځواکونه هره ورځ د وسله‌والو مخالفينو پر ضد له ۱۵ زیات هوايي حملې ترسره کوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۴» په یوه خبري ناسته کې د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې د افغان هوايي ځواکونو له لوري ۲۳۵۳ هوايي حمایوي او اکمالاتي او همدارنګه د وسله‌والو طالبانو او داعش پر ضد ۴۸۶ هوايي حملې ترسره کړې دي.

ښاغلی وزیري زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د ۴۵۲ داعش وسله‌وال، ۴۳ طالب قوماندانان، دوه د حقاني شبکې غړي او یو شمېر مخالفین وژل شوي دي.

دولت وزیرِي
دولت وزیرِي

ښاغلی وزیري وایي:

"تېر کې موږ یوازې دوه یا پنځه هوايي ضربې ترسره کولې، اوس کولای شو چې له ۱۵ تر ۴۵ پورې هوايي ضربې اجرأ کړو، د دې تر څنګ هر هدف چې موږ امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ته ورکوو، هغومره ضربې ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې تېر کې کیسه بل ډول وه."

نوموړي وویل، د دغو هوايي حملو په نتیجه کې د وسله‌والو مخالفينو ۲۲۳ پټنځایونه او د مخدره موادو پنځه کارخانې له‌منځه تللې دي.

د ښاغلي وزیري په خبره، د افغانستان هوايي ځواک له لازمو وړتیاوو برخمن دی او د دي وړتیا لري چې په ورځني ډول ۴۵ حملې ترسره کړي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، ترڅو پر وسله والو مخالفينو ضربې زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې تر وروستيو خونړیو حملو وروسته افغان ولسمشر له وسله‌والو مخالفينو د انتقام اخیستلو ګواښ کړی.

د افغانستان دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي، د وروستیو حملو، د شپې عملیات او د افغان ځواکونو هوايي حملې زیاتې شوې دي.

افغان چارواکو ویلي، تمه ده چې امریکا تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې ۱۵۹ بېلابېلې الوتکې افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د هوايي حملو په زیاتېدو سره به وسله‌وال مخالفين د جګړو په ډګر کې له ماتې سره مخ شي.

عبدالباري عارض
عبدالباري عارض

باري عارض په دې اړه وویل:

"یادې حملې به ښې پایلې ولري، طالبان به تر فشار لاندې راشي او له سولې پروسې سره به یوځای شي. هیله‌مند یوو چې دا ډول حملې زیاتې شي."

د ښاغلي عارض په خبره، د هوايي حملو زیاتېدل د ځمکنیو ځواکونو پر روحې هم ښه اغېز کوي او دغه مسئله به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونه وړتیا لوړه کړي.

له بلې‌خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، د افغانستان هوايي ځواک له لازمو وړتیاوو برخه‌مند دی او د دې وړتیا لري چې په ورځني ډول ۴۵ حملې ترسره کړي.

د ښاغلي وزیري په وینا، د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، تر څو پر وسله‌والو مخالفينو ضربې زیاتې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG