د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

د کورنیو چارو وزارت: د فساد اړوند ۱۲۵ دوسیې بررسي او څارنوالۍ ته لېږل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه وزارت کې ېې د اداري فساد اړوند ۱۲۵ دوسیې بررسي کړي او لویې څارنوالۍ ته‌یې استولې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي ریاست وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د اداري فساد اړوند، ۵۰۰ مورده بررسي کړي چې له دې جملې یې ۱۲۵ دوسیې چې د ۴ جنرالانو دوسیې هم په‌کې دي، لویې څارنوالۍ ته استولې دي.

د دغه وزارت د تفتیش عمومي رئیس ضیا کوهستاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۳» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، پر دغو دوسیو سربېره ۱۵۸ تورن کسان هم څارنوالۍ ته لېږل شوي چې تحقیق ځینې وشي.

نوموړي وویل:

"په تېرو ۶ میاشتو کې مو د اداري فساد اړوند ۵۴۰ مورده بررسي کړي، له دې جملې ۱۲۵ دوسيې چې د ۴ جنرالانو، ۹۰ د لوړ رتبه افسرانو، ۵۲ د ساتنمنانو او ۶ د ملکي مأمورینو دوسیې په‌کې شاملې دي، لویې څارنوالۍ ته لېږلي، د دغو دوسیو موضوع‌ګانې له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه، اختلاس، رشوت او ځیني منفي مظاهر دي."

ده وویل، سربېره د دوی پر شپږ میاشتنیو ارزونو، کومې نورې هڅې چې شوي، په دغه وزارت کې پر فساد د تورنو کسانو شمېر ۱۸ تنه ښيي.

ده وویل، ۱۳۰ نور کسان‌یې د قانون او د عسکرۍ د اصولو د نه‌مراعتولو له امله د توصیې، اخطار او تبدیلۍ په خاطر وزارت ته پېشنهاد کړي چې له منظورۍ وروسته به جزا وویني.

ښاغلي کوهستاني وویل، په دې موده کې يې د ۱۴۱ میلیونه افغانیو او څه باندې ۱۱۸۰۰۰ ډالرو دوسیې چې د دغه وزارت په تړونونو کې اختلاس شوی و، بشپړې او څارنوالۍ ته‌یې سپارلې دي.

ده دا هم وویل، ۹۹معتمدین او ۱۳ شرکتونه چې باقي وو، ۴۴ میلیونه، ۵ لکه او ۷۶۰۰۰ افغانۍ ترې تر لاسه شوي او د دولت خزانې ته ورکړل شوې دي.

د ښاغلي کوهستاني په خبره، په تېر یوه کال کې یې د روڼتیا د کمېټې له فعالېدو سره، د مرکز په ګډون د زونونو په کچه، ۱۰۷ نورې دوسیې هم څارنوالۍ ته لېږلې دي.

په دغې خبري ناسته کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم له فساد سره د جدي مبارزې پر دوام او د خلکو لپاره د ښه امنیت پر ټينګښت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د یاد وزارت چارواکو په دغه ارګان کې د اصلاحاتو د راوستلو خبره کړې او ټینګار یې کړی چې دغه ارګان به له فساده پاک کړي.

څه موده مخکې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني هم په دغه وزارت کې پر فساد انتقاد کړی او د فساد زړه‌یې بللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، په دغه وزارت کي اوس هم فساد شته او روانې هڅې ورته کافي نه‌دي.

سید حسین فخري
سید حسین فخري

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري ازادي راډیو ته وویل:

"د کورنیو چارو وزارت د تفتیش د ریاست کارونه تر یوه ځایه پرمختګ ښيي، خو کافي نه‌دي، ځکه ډېری کسان چې عدلي تحقیقات ترې کېږي، د اداري فساد په درنو جرمونو کې ښکېل نه‌دي، هیله ده د تفتیش ریاست وتوانېږي چې د اداري فساد درنو قضیو ته هم رسيده‌ګي وکړي."

ښاغلی فخري وايي، که په امنیتي ارګانونو او په تېره په کورنیو چارو وزارت کې له فساد سره مبارزه جدي نه‌شي، پر پولیسو او امنیتي برخو به منفي اغېز وکړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي رئیس تأکید کوي چې د راتلونکي لپاره‌یې د قانون د پلي کېدو او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په خاطر د پلانونو د جوړولو کار پیل کړی دی.

دی وايي، دغه کار به د روڼتیا، د حساب د ورکړې او د دغه وزارت د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG