د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

اشرف غني: د ملي شورا غړي دې نور د ګمارنې لپاره وزارتونو ته نه‌ورځي


په غیر قانوني مواردو کې د ملي شورا د یو شمېر غړو د لاس لرلو په اړه انتقادونه تازه نه‎دي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو غواړي چې نور د ګمارنې لپاره وزارتونو ته ورنه‎شي.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» د پولیسو په اکاډمۍ کې د ۴۴۶ ځوانو افسرانو د فراغت په غونډه کې وویل، هغوی چې په واسطې او پیسو مقرر شوي، سنګرونه‌یې پرېښي او غلاوې یې کړې دي.

ښاغلي غني دغه‌راز وویل که وکیلان د ګمارنو لپاره وزارتونو ته ورځي دغه جریان به ثبت او په ټلوېزونونو کې خپور شي.

دی وايي:

"څوک چې په واسطې مقرر شوي له سنګره تښتېدلي دي، څوک چې په پیسو مقرر شوي سبا یې غلا کړې او په نهایت احترام سره له ملي شورا غوښتنه کوو چې وزارتونو ته د مقرریو لپاره مه‌ورځئ که ورغلئ، ثبت به شئ او په ټلوېزیونونو کې به خپاره شئ."

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

هغوی چې په واسطې او پیسو مقرر شوي، سنګرونه‌یې پرېښي او غلاوې یې کړي.

ولسمشر همداراز ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د کورنیو چارو په وزارت کې ګمارنې د واسطو پر اساس ترسره نه‎شي.

د ښاغلي غني په خبره تر هغې چې پولیس اصلاح نه‎شي د قانون پلي کېدل به ستونزمن وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا د کابینې یو شمېر وزیرانو د مدني ټولنو ځینو غړو او عام ولس هم په غیر قانوني مواردو کې د ښکېلتیا له کبله د ملي شورا پر غړو انتقادونه کړي، خو د ولسي جرګې منشي بیا په دې اړه خپل لیدلوری لري.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل چې تر یو بریده د ولسمشر له خبرو سره موافق دی، خو حکومت ته هم د ملامتۍ ګوته نیسي.

د ښاغلي ځاځي په خبره وکیلان په حکومت کې د شته فساد او بیروکراسۍ له کبله د خپلو مؤکلینو د ستونزو د حل لپاره وزارتونو ته ورځي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست

نوموړی د وزارتونو له لوري ولس ته د سمې رسېدنې لپاره د یوه شفاف او ټول‌منلي مېکانیزم په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د ځوانو افسرانو غونډې ته د خبرو پر مهال په پولیسو کې د بنسټیزو اصلاحاتو ژمنه بیا تکرار کړه.

ویس احمد برمک ولسمشر ته په خطاب کې وویل:

"د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتېژۍ چارې پیل شوي، تاسو ته وعده درکوم چې دغه ستراتېژي جوړه شوې، له ټولو اقشارو، علماوو، مدني ټولنې او ټولو صنفونو سره مشوره شوې او راتلونکې اوونۍ دغه ستراتېژي استوو."

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس برمک

د ښاغلي برمک په خبره د ولس او پولیسو ترمنځ د موجوده واټن د له‎منځه وړلو لپاره اساسي اصلاحات مهم دي، خو دا چاره به وخت نیسي او ولس باید د همکارۍ تر څنګ حوصله هم ولري.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، تر هغې چې له امنیتي بنسټونو د مغرضو کسانو لاسونه لنډ نه‎شي مشکله به وي چې بشپړ اصلاحات دې عملي شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG