د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۲۸

مشرانو جرګه د افغانستان او اروپایي ټولنې د نوي پړاو له پیله هرکلی کوي


مشرانو جرګه د افغانستان او اروپایي ټولنې د همکارۍ او مشارکت د نوي پړاو له پیله هرکلی کوي.

د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک په نامه د پراختیا او مشارکت (CAPD) ګډې کمېټې لومړنۍ ناستې داسې مهال ترسره کېږي چې د مشرانو جرګې د غړو په وینا، د اروپايي ټولنې مرستې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په سمه توګه نه دي لګول شوي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که چېرې دا مرستې په سمه توګه ولګول شي، د خلکو په ژوند کې به بدلون راولي.

اصف صدیقِي
اصف صدیقِي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"موږ له دې اقدامه هرکلی کوو او تر ډېره حده به ګټور تمام شي، دا به د عامو وګړو د ژوند د ښه کېدو لپاره اغېزمن وي، اروپايي ټولنې تردې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي، خو حکومت باید دا مسایل تعقیب کړي او په شفافه توګه دا مرستې ولګوي."

د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک په نامه د پراختیا او مشارکت (CAPD) ګډې کمېټې لومړۍ ناسته د سلواغې د میاشتې په ۱۹ مه په بروکسل کې جوړه شوه چې د افغانستان د مالیې وزیر او یوشمېر نورو چارواکو پکي ګډون کړی و.

له دغې ناستې وروسته د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او د امنیتي پالېسۍ د څانګې ویاندې مایا کوجي یانچیچ ازادي راډيو ته ویلي چې ګډې کمېټې دوه کاري ډلې جوړې کړې چې یوه د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه او دوهمه د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه بحث وکړي.

د دوی په وینا، ګډه کمېټه دواړو خواوو ته دا امکان برابروي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو د اجنډا په اړه بحث وکړي.

پر دې پروګرام د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې موافقه شوې وه او تمه ده چې راتلونکې ناسته به د دوه اړخیزو همکاریو تعقیبولو په هدف په ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې ترسره شي.

په دې ګډې کمېټې کې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبرمیاشتې په لومړۍ نېټه د مشارکت او پراختیا د هوکړه لیک د پیل څخه وروسته، په بشري حقوقو، د ښځو پیاوړتیا او حقونو په ګډون، د جنسیت په برابرۍ، پراختیایي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو چارو، کډوالۍ، پر سیمه ییزه همکارۍ او د طبیعي سرچینو او مالي خدمتونو په همکاریو بحث وشو.

ناسته کې د طبیعي منابعو او مالي خدمتونو په برخه کې همکاریو او د افغانستان امنیتي حالاتو ته هم اشاره وشوه.

د افغانستان پلازمېنه کابل
د افغانستان پلازمېنه کابل

خو یوشمېر افغان کار پوهان بیا دغو ناستو ته ډېر خوشبين نه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، که چېري افغان حکومت بنسټیز اصلاحات رانه ولي، دا ډول ناستې به نتېجه ورنه کړي.

نوموړی وایي:

"هغه مهال دا ناستي ګټورې دي چې افغان حکومت اصلاحات راولي، پر امنیتي او خصوصي سکټور ډېره پانګونه وکړي، اداري فساد له منځه یوسي، اقتصادي منظم پلان ولري."

نوموړي وویل، افغان حکومت باید لومړی د نړېوالې ټولنې اعتماد راجلب او معیارونه پوره کړي، ترڅو نړېواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG