په کورنیو چارو وزارت کې د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزو د امرینو او مرستیالانو د بستونو لپاره له څه باندې ۴۰۰ کسانو په کابل کې ازموینه واخيستل شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» په کابل کې د دغې ازموینې د پیل مراسمو ته په خبرو کې وویل چې د اصلاحاتو دغه عملي لړۍ به ډېر ژر نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
ښاغلی برمک وايي، هغه کسان چې په دغې ازموینه کې بریالي کېږي، ورته درې میاشتې وخت ورکول کېږي چې په امنیتي برخه کې خپله وړتیا ثابته کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ نننی پروګرام د هغو بنسټيزو اصلاحاتو يوه برخه ده چې موږ تل پرې ټينګار کړی، دا يوازې تیوري نهوه، نن دا دی خپل عملي کار مو د کابل ښار د حوزو له رهبرۍ پیل کړ. کوم کسان چې بریالي کېږي، درې میاشتې وخت لري، څو ځانونه ثابت کړي چې دوی د کار خلک دي."
ښاغلی برمک وايي، په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ به له هر ډول مداخلو او فساد نه پاکه وي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرینو او اداري مرستیالانو د بستونو لپاره ازموینه په دوو پړاونو کې په تحريري او تقریري بڼه اخيستل کېږي.
په دغې ازموینه کې چې د ګډونوالو شمېر یې له ۴۰۰ تنو اوړي، پهکې د کابل ښار د امنیتي حوزو برحاله امرینو او نورو کارکوونکو ته هم د ازموینې ورکولو چانس ورکړل شوی چې له دې ډلې به يوازې ۳۶ کسان بریالي اعلانېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په ناسته کې په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و.
ولسمشر ژمنه کړې چې له دې وروسته به د کورنیو چارو په وزارت کې ګمارنې د واسطو پر اساس ترسره نهشي.
په ورته وخت کې د دغې ازموینې يو شمېر ګډونوال وايي، ډاډه دي چې د ازموینې بهیر به شفاف او حق به حقدار ته وسپارل شي.
له دې ډلې سمونمل محمد نواب وايي:
"دغه بهیر چې دوی پیل کړی، ما مخکې هم ازموینه ورکړې وه، دا واقعاً يوه شفافه پروسه ده، نه پهکې واسطه شته، نه وسیله شته، نه پهکې څوک د مشرانو او سیاسیونو لهخوا معرفي کېدای شي، هر څوک چې لیسانس يا ماسټر وي، کولای شي راشي او ازموینه ورکړي."
خو له دې ټولو سره سره د امنیتي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، تر کومه چې يو قوي مرکزي حکومت رامنځته نهشي او حکومت د خلکو اعتماد خپل نهکړي، په دا شان طرحو او بدلونونو د هېواد په امنیتي وضعیت کې ښهوالی نهشي راتلی.
د ده په خبره، اوس هم په کورنیو چارو وزارت او يو شمېر نورو ارګانونو کې خلک د واسطو او پیسو په بدل کې مقررېږي او په کار پوه خلکو ته د کار کولو موقع نهورکول کېږي.
راپور: واصل وصال