د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۱۳

بې پيلوټه برید د تحریک ‌طالبان پاکستان یو مهم قوماندان وژلی


افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د وسله والو پر مشکوکو مرکزونو بریدونه کړي او ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان ډان خبري اژانس د شمالي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته افغان پولې ته نېږدې د شمالي وزیرستان په ګورویګ نومي سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز ۲ توغندي وېشتلي چې په نتیجه کې لږتر لږه ۳ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په دغه ډرون برید کې د وسله والو مرکز په بشبړ توګه له منځه تللی دی.

دا په روان مېلادي کال کې د پاکستان پر خاوره درېیم د ډرون بريد دی.

تر دې مخکې دغو الوتکو د تېرې میاشتې پر ۱۷مه او ۲۳مه نېټه په کورمه اېجنسۍ کې بريد کړی و چې د رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳ مشکوک وسله‎وال په‎کې وژل شوی و.

تر دې وړاندې هم په یوه بله هوايي حمله کې درې وسله وال وژل شوي و.
تر دې وړاندې هم په یوه بله هوايي حمله کې درې وسله وال وژل شوي و.

له بلې خوا بیا د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو پر شمالي وزیرستان سربېره د پولې اخوا پر افغان خاوره هم د وسله والو پر مرکزونو برید کړی چې په نتیجه کې ګڼ شمېر وله وال وژل شوي دي.

دغه ورځپاڼه د استخباراتي چارواکو په حواله ادعا کوي چې د امریکا په ډرون برید کې د افغانستان په مرغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خان سید سجنا له خپل وراره سره یوځای وژل شوی دی."

خان سید سجنا د تحریک طالبان د مرستیال مشر ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان «محسو» څانګې مشر هم و.

سجنا د ۲۰۱۳مېلادي کال په مۍ میاشت کې د تحرک طالبان د هغه وخت د مرستیال مشر ولي الرحمن تر وژنې وروسته ددغه ډلې مرستیال مشر شو، چې بیا وروسته د ۲۰۱۴مېلادي کال په اکتوبر کې د امریکا د متحده ایالاتونو له خوا د ترهګرو په لېست کې واچول شو.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د تحریک طالبان محسود ډلې په ډرون برید کې د خان سید سجنا تر وژنې وروسته ددغه ډلې یو بل قوماندان مولوي خاطر د موقتي مشر په توګه ټاکلی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي ډول په ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر د وژنې او نه هم په شمالي وزیرستان کې د وژل شویو وسله والو د هویت په اړه څه ویلي.

XS
SM
MD
LG