د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د پاکستاني طالبانو، د جماعت الاحرار مشر"خراساني" افغانستان کې وژل شوی


د پاکستاني طالبانو د یوې څانګې جماعت الاحرار مشر خالد عمر خراساني چې ګومان کېږي په پاکستان کې په څو خونړیو حملو کې یې لاس درلود په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوی دی.

د جماعت الاحرار یوه ویاند اسد منصور پرون له رویټرز خبري آژانس سره په یوه ټیلیفوني تماس کې د خراساني مړینه تائید کړه او ویې ویل، زموږ مشر په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ټپي شوی و او نن یې سا وخته.

منصور ویلي چې دا حمله په پکتیا ولایت کې شوې وه.

د راپورونو له مخې په دې برید کې د جماعت الاحرار نهه تنه نور قوماندانان چې له نوموړي سره یوځای وو، وژل شوي دي.

ویل کېږي چې خراساني په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په پیښور کې د پوځيانو د ماشومانو پر یوه ښوونځي حمله تنظیم کړې وه.

په دې حمله کې نېژدې یونیم سل کسان چې ډېری ماشومان وو، ووژل شول.

جماعت الاحرار همدا راز په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په لاهور کې د هغه برید مسؤلیت هم ومانه چې د مسیحیانو په یوه جشن کې وشو او له اویا زیات کسان- ډېری مسیحیان په‎کې ووژل شول.

جماعت الاحرار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پاکستاني طالبانو له اصلي ډلې جلا شو او اسلامي دولت ډلې یا داعش ته یې بیعت وکړ، خو یو کال وروسته بېرته له پاکستاني طالبانو سره چې د داعش ډلې په پرتله له القاعده شبکې سره نېژدې ده یوځای شو.

پاکستاني طالبان وروسته له هغه په دوو ډلو وویشل شول چې خراساني او د مومند په قبایلي سیمه کې د ده نژدې کسانو، د پاکستاني طالبانو پر مشر مولانا فضل الله له عقیدوي اصولو د انحراف او سرغړونو تور ولګاوه.

پاکستاني څارونکي وايي، د خراساني مرینه د پاکستان او امریکا ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د بیا پیل یوه نښه ده.

XS
SM
MD
LG