چین د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې هغه وسلهوال دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، کومو چې په کراچۍ کې پر چینایانو برید کې یو چینايي وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
دا په داسې حال کې ده چې نامعلومو موټرسایکل سپرو وسلهوالو د دوشنبې په ورځ د سند ایالت مرکز کراچۍ په کلېفټن سیمه کې پر دوو چینایانو برید وکړ چې د چارواکو په وینا، د دغه برید په نتیجه کې یو تن چې پر سر لګېدلی و، په روغتون کې یې ساه ورکړه او بل ټپي لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» په خپلې خبري غونډه کې په پاکستان کې له چینایانو سره په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له پاکستاني حکومتهیې غوښتي چې د کراچۍ د پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:
"په کراچۍ کې د چین د جنرل قونسل چارواکي تر پېښې سمدستي وروسته روغتون ته ورغلي وو، پر ډاکترانو یې د پېښې د ټپیانو د درملنې ټینګار او له پولیسو یې غوښتي وو چې پر چینایانو د برید معامله په بېړنۍ توګه حل او بریدګر د قانون منګولو ته وسپاري."
د راپورونو له مخې د وسلهوالو په برید کې وژل شوی چینايي له تېرې څه مودې راهیسې په کراچۍ کې په یوې چینایي کمپنۍ کې کار کاوه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پیکنګ په پاکستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښمن دی، خو زیاتوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او د عامو خلکو د خوندیتوب په برخه کې د پاکستان د امنیتي ادارو هڅې د ډاډ وړ دي.
په کراچۍ کې د وسلهوالو په برید کې د دغه چینايي تر وژنې مخکې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مې میاشت کې هم دوه چینایان په کوټه ښار کې وتښتول شول چې بیا وروستهیې په جون میاشت کې مړي د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې وموندل شول.
د یادونې وړ ده چې که څه هم تر دې دمه لا کومې وسلهوالې ډلې په کراچۍ کې د چینايي وګړي د وژنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخسیتی، خو تېر کال په مستونګ کې د دوو چینایانو، یوې ښڅې او یوه سړي د تښتوونې او وژنې مسؤلیت داعش وسلهوالې ډلې منلی و.