د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۰

ننګرهار کې پر ۱۵۰۰ بستونو د ګومارنې لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه


په ننګرهار ولایت کې پر یو نیم زر دولتي بستونو د ګومارنې لپاره پرون د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې د دولتي ادارو د پنځمو او شپږمو بستونو لپاره په دې ازموینه کې د درې زره ښځو په ګډون شااوخوا ۱۶ زره کسانو برخه واخیسته.

بیان د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له قوله لیکي چې نوموړی وايي، له دې ډلې څخه به یو نیم زر کسان بریالي شي چې ۷۰۰ کسان به د ښوونکو او پاتې په نورو دندو وګومارل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د ۱۸ زره تشو بستونو لپاره شااوخوا ۲۶۰ زره کسانو نومونه ثبت کړي وو چې له دې ډلې ۲۲۵ زره کسان په ازموینه کې د ګډون مستحق پېژندل شوي.

د دولتي بستونو لپاره کانکور ازموینه د فساد پر ضد د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ لپاره د افغان حکومت د هڅو یوه برخه ده، خو د حکومت مخالفین د دې پروسې پر شفافیت انتقاد کوي.

XS
SM
MD
LG