د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۶

لغمان کې په یوه هوایي حمله کې ۲ وسله وال وژل شوي او یو ټپي دی


د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په یوه هوايي حمله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې سخت ژوبل دی.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره شپه په الینګار ولسوالۍ کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوی په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهوره قوماندان عثمان ډلې لپاره فعالیت کاوه. "

وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG