د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

سرچینه: په کابل ښار کې د درېیو لویو انتحاري حملو مخه ونیول شوه


د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د درې لویو انتحاري حملو مخه نیولې ده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو نن د ترورېستانو یو لوی مرکز په کابل کې خنثی کړی دی.

سرچینه زیاتوي په دغه مرکز کې د یوې زیاتې اندازې مهماتو تر څنګ انتحاري واسکټونه، راکټي او بېلابېلې وسلې ترلاسه شوې دي.

د سرچینې په وینا د دوشنبې په ورځ د کابل د قرغې په سیمه کې د ۱۱۱ فرقې په جزوتام باندې حمله له همدې ځایه رهبري شوې وه.

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

سرچینې دا هم وویل ترهګرو قصد درلود چې له همدې مرکز څخه په راتلونکو دوو اوونیو کې په کابل ښار کې درې لویې حملې ترسره کړي.

دا چې دغه مرکز په کوم ځای کې و او د دولت وسله‌وال مخالفین په‌کې نیول شوي او کنه؟ سرچینې یې په اړه له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې په تېرو څو ورځو کې وسله‌والو او انتحاري حملو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

XS
SM
MD
LG