د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

په کندهار ولایت کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي


د کندهار په سپین‎بولدک او شاه ولي‎کوټ ولسوالۍ کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي چې په دې سره په کندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ ته لوړ شو چې شپږ يې په شاه ولي‎کوټ ولسوالۍ دوه‌يې په سپین‎بولدک ولسوالۍ او یوه‌يې په کندهار ښار کې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالشکور نصرت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو دغه تازه پېښې د سپين‎بولدک ولسوالۍ په محمد نبي کلي او د شاه ولي‎کوټ ولسوالۍ د چنارتو په شملزو کلي کې ثبت شوې دي.

د نصرت په خبره دغه فلج شوي ماشومانو چې یو هلک او بله نجلۍ ده، شااوخوا دوه دوه نیم کاله عمر لري.

دی وايي:

"د سپین‎بولدک فلج شوی هلک فرید احمد نومېږي چې ۳۱ میاشتې عمر لري او شاه ولي‎کوټ کې فلج شوې نجلۍ ده چې نادیه نومېږي او ۲۱ میاشتې عمر لري."

نصرت وايي، د سپین‎بولدک فلج شوي ماشوم درې دورې واکسین اخیستي وو، خو د شاه ولي‎کوټ پېښه په هغې سیمه کې رامنځته شوې، چېرې چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا د واکسین پر کمپاین بندیز لګول شوی وو.

د چارواکو په وینا په کندهار کې د پولیو د پېښو د زیاتوالي لاملونه د غير معیاري تشنابونو زیاتوالی، د څښاک لپاره د پاکو اوبو نشتوالی، د ماشومانو د تغذیې ناسم وضعیت، د لاسونو مطلق نه‌پرېمینځل او په ټوله‌ییزه توګه ککړ چاپېریال دي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG