د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

یونېسف: په زابل کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې


په افغانستان کې د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام مسؤلین وايي چې په جنوبي ولایت زابل کې د ماشومانو د پولیو یا فلج یوه نوې پېښه‌یې ثبت کړې چې په دې سره په دې هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته لوړ شو.

د چارواکو په وینا، د پولیو له دغو شپږو پېښو څخه‌يې دوه په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل او یوه‌يې په کندز ولایت کې ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه نوې پېښه‌یې تېره ورځ د جنوبي ولایت زابل د ارغنداب ولسوالۍ د زیارت په کلي کې ثبت کړې ده.

د کمال شاه په وینا، دا په روان کال کې د زابل په ولایت کې د پولیو لومړۍ پېښه ده چې یو څلور کلن کوچی پرې اخته کېږي.

د نوموي په خبره، په دغې سیمه کې چې د پولیو پېښه رامنځته شوې، د پولیو ضد واکسین په‌کې تطبیق کېږي او دغه کوچني څلور دورې د پولیو ضد واکسین اخیستی وو.

افغانستان کې د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه
افغانستان کې د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه

سید کمال شاه زیاتوي:

"دا ماشوم چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د زیارت په کلي کې په پولیو اخته شوی، ۴۸ میاشتې یا څلور کاله عمر لري."

په افغانستان کې د یونېسف د ادارې د پولیو د پروګرام ویاند زیاتوي چې د پولیو د دغې پېښې جنیک تړاو د هلمند له پېښې سره تړلی او د هغې پېښې تړاو د پاکستان د بلوچستان ایالت د کلا عبدالله د تېر کال د پېښې سره تړاو لري.

چارواکي وايي، په زابل کي د ماشومانو د پولیو یا فلج د دې نوې پېښې په رامنځته کېدو سره په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته لوړ شو.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG