د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

فیروز: تقریباً د ۸۵ نه تر۹۰ زرو ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې کېږي


دا ځل د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین کمپاین په داسې وخت کې په ټول هېواد کې پیل شو چې د روان زیږدیز کال له پیل تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ ۶ پیښې را منځته شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې دغه پېښې چې ۲ پیښې يې په کندهار،۲ په هلمند، یوه په کندز او یوه هم په زابل کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د یکشنبې په ورځ د پولیو پر ضد د درېیم سرتاسري کمپاین پرانېست غونډې ته وویل، دوی په اکثرو ولایتونو کې توانېدلي چې د دیني عالمانو په مرسته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

خو د ښاغلي فیروز په وینا لا هم کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې په‎کې د ناامنیو له امله به پشپړ ډول دغه کمپاین نه تطبیق کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

نوموړي زیاته کړه:

"یوازینې ننګونه چې زموږ د کار پر وړاندې پاتې ده هغه تقریباً د ۸۵ تر۹۰ زرو پورې ماشومان دي چې له واکسین نه پاتې کېږي، دا هغه ماشومان دي چې په ناامنو ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې دي، که موږ دغو ماشومانو ته ونه شو رسېدای صادقانه وایم چې د پولیو یا ګوزڼ مخنیوی ناشونې ده."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا کمپاین به درې ورځې دوام وکړي او د پنځه کلونو ښکته شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومانو ته به په ټول هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یاد کمپاین پر مهال به ۸،۷ میلیونه ماشومانو ته چې عمر يې د ۶ میاشوتو نه تر پنځو کالو پورې وي، د هغوی د وجود د ځواکمنتیا او معافیت د غښتلتیا په خاطر ویټامین هم A ورکول کېږي.

په ورت وخت کې بیا د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پټا "Dr. Pata" په یاده غونډه کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګورڼ د ویروس د له‎منځه وړلو په برخه کې د دغه سازمان د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

نوموړي وویل:

"سرحدونو کې د ډېر تګ- راتګ له امله او دغه شان د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د مهاجرتونو په زیاتېدو سره د پولیو د پېښو د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي، دوه تر پنځو پېښو پورې په هلمند، کندهار او زابل کې دي او موږ به د پولیو په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاریو ته دوام ورکړو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دوی به د یاد ویروس د ختمولو په هدف د افغانستان په سرحدي سمېو کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او نایجیریا نه پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختم شوی او اوس نړۍ په دې فکر کې ده چې په دغو هېوادونو کې هم ژر تر ژره ختم شي.

دغه وزارت دغه شان له دیني عالمانو، د ټولنې د مشرانو او مخورو څخه وغوښتل چې د پولیو له ټیمونو سره همکاري وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG