د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

مسؤلین: ننګرهار کې به ۱۳ زره ماشومان د پولیو واکسین له کمپاینه پاتې شي


د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، د پولیو ضد واکسین په تازه کمپاین کې به دا ځل هم د نا امنۍ له امله شااوخوا ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې‌برخې شي.

دغه څرګندونې د ننګرهار د عامې روغتیا سرپرست مرستیال ډاکتر میرویس شاهین د یکشنبې په ورځ د پوليو واکسین د درې ورځني کمپاین په پرانیسته کې وکړې.

نوموړي وویل، په هغو سیمو کې چې د دولت وسله‎وال مخالفين په‎کې فعال دي، هلته د واکسین کمپاین ستونزمن دی.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:

"تقریبا د ۱۳ زرو په شااوخوا کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به له پولیو ضد واکسینونو پاتې کېږي چې هغه په هغو ناامنو سیمو کې لکه، پچیر اګام، کوټ او د شینوارو ولسوالیو په ځینو سیمو کې."

نوموړي وويل، په پام کې لري چې له دې ناامنو سیمو پرته نور په ټول ولایت کې به شااوخوا ۷ لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

په ورته وخت کې ديني عالمان وايي، د پولیو ضد واکسین د اسلام له نظره هېڅ ډول ممانعت نه‎لري او دا د ماشومانو حق دی چې د هغوی د ښې راتلونکې لپاره ورته تطبیق شي.

دوی وایي:

"زما نوم مولوی ګل نبي د حج او اوقاف ریاست د مساجدو عمومي مدير، واکسين خو هر ماشوم ته ضروري دی چې د پولیو ناروغۍ نه وژغورل شي."

"زما نوم مولوی عزیزالرحمن په سره رود کې د جامع مسجد خطیب، په دې مسئله ټول خلک پوهېږي چې دا واکسین هېڅ ضرر نه‎لري او نه کوم ممانعت شته، خو ځيني کسان د خپل موجودیت د ښکاره کېدو په خاطر خپلو بچو ته واکسین نه‎کوي، خو که څوک په دې اړه څه شک لري، موږ حاضر يو چې ورته قناعت ورکړو چې دا د ماشومانو حق دی چې باید واکسین شي."

د ننګرهار د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې تر اوسه په ننګرهار کې د پولیو د ویروس کومه پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو په اوبو کې د پولیو ویروس ښکاره شوی دی.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG