د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

مسؤلین: تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به افغانستان د پولیو له ناروغۍ پاک شي


د افغانستان د پولیو ملي پروګرام وايي، هیله ده چې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د پولیو له ناروغۍ پاک شي.

د پولیو د ملي کمپاین د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو ۱۲ پېښې تائید شوي چې پنځه یې په کندهار، درې په ننګرهار، دوه په هلمند، یوه په زابل او یوه په کندز کې لیدل شوې ده.

د پولیو د ملي پروګرام مشر میوند احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د پلان له مخې، په را روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې به په افغانستان کې د پولیو د وایروس د دروان مخه ونیول شي.

ښاغلی احمدزی وایي:

"امید مو دا دی چې د ۲۰۱۸ کال تر جولای پورې به په افغانستان کې دننه د پولیو د وایروس ګردش بند شي، په دې معنا چې له دې نېټې وروسته به د پولیو پېښې نه رامنځته کېږي."

د روغتیا نړیوال سازمان یا «WHO» د شنبې په ورځ وویل، د مرکزي افریقا په هېواد ګابون کې له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مشکوکو یا تائید شویو مواردو راپور نه دی ورکړل شوی، نو ځکه د مرکزي افریقا دا هېواد د پولیو له ناروغۍ پاک اعلانوي، خو دغه سازمان له دې سره سره په ګابون کې پر دې ناروغۍ د څارنې لپاره د یولړ اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

د ګابون د روغتیا وزیر وویل چې د دې ناروغۍ پرضد د حکومت احتیاطي اقدامات به دوام وکړي او له کورنیو یې وغوښتل چې د خپلو ماشومانو واکسین ته دوام ورکړي.

دا ناروغي تقریباً په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې، خو یوازې په دوو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې لاهم د ماشومانو ژوند ته ګواښ کوي.

د پولیو پرضد د ملي کمپاین مشر میوند احمدزی وايي، دی هیله لري چې افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو د پولیو له ناروغۍ په بشپړ ډول پاک هېواد اعلان شي.

نوموړی وایي:

"تقریباً له درېیو تر پنځو کالو پورې به د پولیو ضد کمپاینونو ته دوام ورکوو او درې کاله وروسته به افغانستان په بشپړ ډول له پولیو څخه پاک اعلانېږي، ځکه د دې لپاره چې یو هېواد له دې ناروغۍ پاک اعلان شي، لږترلږه باید د درېیو کلونو په ترڅ کې د پولیو هېڅ پېښه پکې نه وي ثبت شوي."

په پلازمېنه کابل او جنوبي، جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو او د افغانستان په نورو هغو سیمو کې چې د پولیو د ناروغۍ د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي، د واکسیناسیون پنځه ورځنی کمپاین سبا پیلېږي او د جمعې تر ورځې دوام کوي.

د پولیو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میرجان راسخ وايي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شپږ میلیونه ۵ کلنو او له دې کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد دوه دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۸۸ کې اعلان وکړ چې پولیو د نړۍ په کچه په سلو کې ۹۹ له منځه تللې، په داسې حال کې چې له هغه مخکې په ۱۲۵ هېوادو کې د دې لاعلاجه ناروغۍ د ۳۵۰ زره مواردو راپور ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG