د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

کابل ښاریان وايي دې ښار کې ژوندي پاتې کېدل یو تصادف دی


د کابل وروستیو پرله‎پسې څو خونړیو حملو چې ډېری قربانیان‌يې ملکي وګړي وو کابل ښاریان سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، دغو حملو دوی ته د مالي او ځاني زیانونو تر څنګ نورې ستونزې پیدا او ورځنۍ چارې يې ورټکنۍ کړي او زیاتوي چې په دې ښار کې ژوندي پاتې کېدل یو تصادف دی.

د کابل یو شمېر ښاریانو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، امنيتي حالاتو ناهیلي کړي او چې کله هم له کوره وځي دا تمه نه‎لري چې بېرته دې ستانه شي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"روزي ګل د کابل ښار اوسېدونکی، وضعیت مخ پر خرابېدو دی، زه که درته ووایم چې سهار له کوره راوځم ماښام مې تمه نه‎وي چې کور ته به ژوندی وروګرځم، وېرېږم چې انتحاري ونه‎شي او په‌کې مړ نه‎شم، اولادونه به مې په تمه وي چې زه به ورته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، خو خبر به نه‎وي چې زه دلته مړ یم."

"زما نوم حميدالله دی، بېخي خفه او په خپل ژوند کې تنګ یو، ځکه چې هېواد مو وران او ګډوډ دی، دا څه حال دی؟ هره ورځ انتحار او انفجار، دې پېښو زموږ په ژوند مسقیم تأثیر کړی، ښار ته هېڅ‌څوک نه‌راوځي، وېرېږي چې چاودنې کېږي ځانمرګي بریدونه کېږي."

د دوشنبې په ورځ د پایتخت کابل واټونه خالي او کم شوره وو، دا ورځ هم کابل ښاریان د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر یوه جز و تام د وسله‎والو مخالفینو د ډله‎ییزې حملې شاهدان وو.

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله پای ته ورسېده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

کابل ښاریان وايي، که وضعیت سم نه‎شي، ناچاره دي چې په قانوني یا غیر قانوني ډول هر څنګه چې وي نورو هېوادونو ته مخه کړي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې چې دا یې لومړۍ میاشت ده، په کابل کې څو بېلابېلې خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.

د شش درک انتحاري حمله، د تبیان په فرهنګي مرکز برید، پر انټرکانټیننټال هوټل ډله‎ییزه حمله او د جمهوریت روغتون مخې ته خونړۍ موټربم حمله چې سلګونه ملکي وګړو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله، د ناامنۍ هغه پېښې دي چې د خلکو اندېښنې يې زیاتې کړې دي.

که څه هم چارواکي د خلکو د اندېښنو په اړه څه نه‌وايي، خو تېره ورځ د افغانستان د درې ګونو امنیتي ځواکونو مشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې دوی د یادو حملو په مخنیوي کې بې‌پروايي نه‎ده کړې او کوښښ کوي چې دا شان پېښې رامنځته نه‎شي.

دوی وویل، د دغو پېښو لومړني قربانیان دوی دي او په پوره صداقت او ایماندارۍ د خلکو د هوساینې هڅې کوي.

بل‎خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او پرله‎پسې چاودنو په اړه اندېښنه ښيي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه وضعیت په مستقیم او غیر مستقیم ډول خصوصي سکټور ته زیان رسولی دی.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

دی وايي:

"د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله کې د اندېښنې وړ دی، یو ډول وېره او وحشت خپور دی، روان وضعیت که دوام وکړي پانګه‎وال مجبورېږي چې خپلې پانګې له افغانستانه وباسي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات وکړي.

که څه هم د افغانستان امنیتي بنسټونه د خلکو د ژوند د خوندیتوب او امنیت په برخه کې د جدي هڅو خبره کوي، خو کابل ښاریان وايي، دا خبرې یې تر هغه نه‎شي ډاډه کولای چې په خپل عملي ژوند کې یې نه‎وي احساس کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG