د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله پای ته ورسېده

په کابل کې  د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله نن دوشنبه سهار د څلورو وسله‌والو او ۵ سرتېرو په وژلو سره پای ته ...

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له وسله‌والو مخالفينو به د بې‌ګناه افغانانو د وينې غچ واخلي.

ښاغلي غني نن دوشنبه په کابل کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو وېدودو سره په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل، افغان حکومت به د دغو بریدونو په ځواب کې د واضحو او جدي اقداماتو په اړه معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

ولسمشر غني وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې دا ځل طالبانو حتی د خپلې بدنامۍ د مخنیوي لپاره هم د دې وحشت له مسؤلیت څخه انکار ونه‌کړ، ځکه دوی د خپلو بادارانو له امر څخه سرغړونه نه‌شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو حملو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د ډېرو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

د پلازمېنې کابل اړوند د قرغې په سیمه کې د ملي اردو د ۱۱۱مې فرقې د کنډک په يوه جز و تام باندې وسله‎وال برید د څلور بریدګرو په وژلو او د يوه تن په نیول کېدو سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه حمله نن سهار پنځه بجې وشوه او حمله کوونکو غوښتل د ملي اردو دغه جز و تام ته ننوځي.

د ده په خبره، په سیمه کې د شته ځواکونو له‎خوا د بریدګرو تر پېژندنې وروسته وسله‎واله نښته پیل شوه چې دوه نیم ساعته‌یې دوام وکړ.

وزیري زیاته کړه:

"له بده مرغه نن زموږ ۱۱ تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپيان دي چې په دې کې شپږ تنه سطحي ټپیان دي او نور د درملنې لاندې دي، د دښمن څلور تنه وژل شوي دي او یو يې ژوندی نیول شوی چې زموږ د ځواکونو له‎خوا ملي امنیت ته سپارل شوی دی."

د کابل د ۱۱۱مې فرقې د کنډک يو تن بریدمل خان محمود عظیمي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې له وسله‎والو بریدګرو سره د داعش ډلې بیرغونه هم موجود وو.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې حملې مسؤليت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې پېښې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته د يوه امبولانس موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له‎مخې په دغه موټر بم برید کې ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپيان شول.

​د دغې حملې مسؤلیت چې وسله‎والو طالبانو پر ځان منلی، د مسؤلینو په خبره ډېری قربانیان‌یې ملکیان وو.

له دې پېښې مخکې د تېرې اوونۍ د يکشبنې په شپه وسله‎والو مخالفینو په کابل ښار کې د انټرکانټيننټال هوټل ته ننوتل چې په دغې پېښه کې د يو شمېر بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول.

د یادې حملې مسؤلیت هم طالبانو ومانه.

د دوشنبې په ورځ د قرغې په سیمه کې د کابل د ۱۱۱ فرقې په جز و تام باندې د برید يو تن عیني شاهد روح‌الله وايي، برید کوونکي په سپکو او درنو وسلو سمبال وو.

دی زیاتوي:

"د سهار پنځه بجې وې چې لومړی د سپکو وسلو ډزې واورېدل شوې او بیا تر نیم ساعته پورې قراري وه او وروسته بیا د درنو وسلو نه کار واخیستل شو."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس میرداد خان نجرابي وايي، د دولت وسله‎والو مخالفینو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس په دفاعي حالت کې دي.

دی وايي، دا چې دغه وسله‎والې ډلې په لیرو پرتو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي، نو غواړي غچ‌يې په ښارونو کې په ترورېستي بریدونو سره واخلي.

دی زیاتوي:

"په لیرو پرتو سیمو کې دښمن د تېر کال په نسبت سږ کال د تعرضي حالت نه دفاعي حالت ته راګرځېدلي او د افغان او بهرنیو ځواکونو د حملو په نتیجه کې یې خپل توان له لاسه ورکړی، نو د خپلې ماتې د جبران لپاره‌یې په ښارونو باندې د بریدونو تمرکز ډېر کړی دی."

ښاغلی نجرابي وايي، په وروستیو ترورېستي بریدونو کې چې په کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې شوي زیاتره قربانیان‌يې ملکي وګړي دي.

د ده په خبره امنیتي ځواکونو د وروستیو بریدونو د مخینوي په برخه کې ښه نه‎دي ځلېدلي او په‎کار ده چې په دې برخه کې لا جدي اقدامات وکړي.

بل‎خوا د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال ترهګر د ملکیانو د وژنې لومړی درجه مسؤلین وبلل او انتقاد یې وکړ چې امنیتي بنسټونه هم د خلکو د امنیت د ټینګښت پر ځای په سیاسي مسایلو بوخت دی.

راپور: واصل وصال

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

وسله‎والې ډلې په لیرو پرتو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې حملې مسؤليت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې پېښې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته د يوه امبولانس موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له‎مخې په دغه موټر بم برید کې ۱۰۳ تنه ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپيان شول.

د کابل موټر بم چاودنه

​د دغې حملې مسؤلیت چې وسله‎والو طالبانو پر ځان منلی، د مسؤلینو په خبره ډېری قربانیان‌یې ملکیان وو.

له دې پېښې مخکې د تېرې اوونۍ د يکشبنې په شپه وسله‎والو مخالفینو په کابل ښار کې د انټرکانټيننټال هوټل ته ننوتل چې په دغې پېښه کې د يو شمېر بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول.

د یادې حملې مسؤلیت هم طالبانو ومانه.

پر کانټیننټل هوټل وسله واله حمله

د دوشنبې په ورځ د قرغې په سیمه کې د کابل د ۱۱۱ فرقې په جز و تام باندې د برید يو تن عیني شاهد روح‌الله وايي، برید کوونکي په سپکو او درنو وسلو سمبال وو.

دی زیاتوي:

"د سهار پنځه بجې وې چې لومړی د سپکو وسلو ډزې واورېدل شوې او بیا تر نیم ساعته پورې قراري وه او وروسته بیا د درنو وسلو نه کار واخیستل شو."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس میرداد خان نجرابي وايي، د دولت وسله‎والو مخالفینو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اوس په دفاعي حالت کې دي.

دی وايي، دا چې دغه وسله‎والې ډلې په لیرو پرتو سیمو کې له ماتې سره مخ شوي، نو غواړي غچ‌يې په ښارونو کې په ترورېستي بریدونو سره واخلي.

دی زیاتوي:

"په لیرو پرتو سیمو کې دښمن د تېر کال په نسبت سږ کال د تعرضي حالت نه دفاعي حالت ته راګرځېدلي او د افغان او بهرنیو ځواکونو د حملو په نتیجه کې یې خپل توان له لاسه ورکړی، نو د خپلې ماتې د جبران لپاره‌یې په ښارونو باندې د بریدونو تمرکز ډېر کړی دی."

کابل کې نننی پېښه

ښاغلی نجرابي وايي، په وروستیو ترورېستي بریدونو کې چې په کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې شوي زیاتره قربانیان‌يې ملکي وګړي دي.

د ده په خبره امنیتي ځواکونو د وروستیو بریدونو د مخینوي په برخه کې ښه نه‎دي ځلېدلي او په‎کار ده چې په دې برخه کې لا جدي اقدامات وکړي.

بل‎خوا د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال ترهګر د ملکیانو د وژنې لومړی درجه مسؤلین وبلل او انتقاد یې وکړ چې امنیتي بنسټونه هم د خلکو د امنیت د ټینګښت پر ځای په سیاسي مسایلو بوخت دی.

راپور: واصل وصال

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو د ۱۱۱مې فرقې پر جز و تام د نن سهار په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزیري په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغه ډله ييزه حمله کې پنځو بريدګرو برخه درلوده.

د ده په خبره دوو حمله کوونکو ځان وژونکي بريدونه کړي، دوه تنه يې د افغان پوځيانو له خوا وژل شوي او يو تن يې نيول شوى دى.

که څه هم د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا حمله طالبانو کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG