د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله پای ته ورسېده

په کابل کې  د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله نن دوشنبه سهار د څلورو وسله‌والو او ۵ سرتېرو په وژلو سره پای ته ...

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په کابل کې د ١١١مې فرقې پر يوه جزوتام پيل شوې حمله پاى ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزیري وايي، په دغه ډله ييزه حمله کې پنځو بريدګرو برخه درلوده.

د ده په خبره دوو حمله کوونکو ځان وژونکي بريدونه کړي، دوه تنه يې د افغان پوځيانو له خوا وژل شوي او يو تن يې نيول شوى دى.

ښاغلي وزيري وويل چې په دې حمله کې ٤ افغان سرتېري هم وژل شوي او ١٠ تنه يې ټپيان شوي دي.

په مخکنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې حمله پر مارشال فهيم پوځي اکاډمۍ شوې ده، خو دفاع وزارت وايي حمله يوازې د ١١١مې فرقې پر يوه جزوتام شوې ده.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى دى.

په کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله نن دوشنبه سهار د څلورو وسله‌والو او ۵ سرتېرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، یو حمله کوونکی ژوندی نیول شوی او څلور نور وژل شوي دي.

نوموړي وویل، په‎دې پېښه کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د دې پېښې مسؤلیت داعش وسله‌والو منلی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې نن دوشنبه شااوخوا ۵ بجې ۵ تنه وسله‌والو حمله کوونکو د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله کړې.

ښاغلي وزیري د دغو راپورونو په ردولو سره چې وسله‌والو د مارشال محمد قسیم فهیم پر پوځي پوهنتون حمله کړې، زیاته کړه چې دغه جز و تام په دغه پوهنتون پورې اړه نه‌لري او تر اوسه د وسله‌والو حمله کوونکو له ډلې ۳ تنه وژل شوي، یو تن نیول شوی او یو بل پټ دی چې د موندلو لپاره‌یې هڅې روانې دي.

ښاغلی وزیري زیاتوي چې په دغې حمله کې د دوی ۲ تنه منسوبین وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG