د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۳

پروان برېښنا ریاست: زورواکي مو ۱۷۰میلیونه افغانۍ پوروړي دي


د پروان ولایت د برېښنا حوزوي ریاست وایي چې یو شمېر زورواکي یې ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې تر دې دمه یې خپل پورونه نه دي ادا کړي.

د نوموړي ریاست د رئیس ناصر احمدي په خبره که چېري پوروړي خپل پور ادا کړي د یاد ولایت نورو مستحقو سیمو ته به هم برېښنا وغځول شي.

نوموړی زیاتوی چې په دې برخه کې د خلکو او حکومت دواړو مرستې او همکارۍ ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG