د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۷

فاریاب کې د برښنا جریان د څووم ځل لپاره پرې شوی


راپورونه وايي چې په فاریاب ولایت کې د جګړې او ډزو له کبله د برښنا جریان د څووم ځل لپاره قطعه شوی دی.

د فاریاب د برښنا رئیس سید حمید اغا د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دې ولایت ته د برښنا غځېدلی لاین د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله پرې شوی دی."

د فاریاب د برښنا رئیس وايي، په وروستیو ۱۰ میاشتو کې لسګونه ځله د میمنې د ښار او څلورو نورو ولسوالیو د برښنا مزي د جګړو په ترڅ کې پرې کېږي او د برښنا شرکت ته دروند مالي زیان اړوي.

فاریاب د سرپل او جوزجان ولایتونو په څېر د ترکمنستان له وارداتي برښنا استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG