د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

پاکستاني پولیسو د ۷ کلنې زینب انصاري د وژلو اصلي تورن کس نیولی


په پاکستان کې پولیس وايي، دوی دغلته زینب انصاري په نوم پر اووه کلنې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د وژلو اصلي مشکوک نیولی دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» وویل، نیول شوي کس د اووه کلنې زینب په قتل اعتراف کړی او د نوموړي د «ډي. اېن. اې» نمونې د ماشومې مقتولې پر جسد د موندل شویو نمونو سره یوشان دي.

پولیسو تېره اوونۍ د دې ماشومې مړی لاهور ښار ته نږدې په قصور سیمه کې له څلور ورځې لا درکۍ وروسته وموند.

ځايي اوسېدونکې وايي، دا په دې سیمه کې په تېر یو کال کې ۱۲مه داسې پېښه ده.

د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف چې رسنیو سره‌یې خبرې کولې، نیول شوی کس عمران علي یاد کړ چې ۲۴ کلن دی.

د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف
د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف

د پاکستان په رسنیو کې ویل شوي چې نوموړی په ځینو مذهبي محافلو کې نعت خواني کوله او بل کوم خاص کار یا دنده‌یې نه‌درلوده.

د ځايي پولیسو مشر ذوالفقار حمید روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې نیول شوی کس د زینب د کورنۍ له ګاونډیو څخه وو.

د پولیسو یو چارواکي چې نه‎یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ویلي، تورن کس د څو نورو ماشومانو په وژلو هم اعتراف کړی او پر نوموړي د لږ تر لږه اووه ماشومو نجونو د جنسي تېري او وژلو شک دی.

نوموړي ویلي، عمران علي یې د چهارشنبې په ورځ نیولی، خو پولیس‌یې تر اعلانولو مخکې د «ډي. اېن. اې» د نمونو د نتیجو لپاره په تمه وو.

د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف خبریالانو ته وویل، مخکې له دې چې عمران علي د زینب د قتل په تور ونیول شي امنیتي چارواکو ۱۱۵۰ د «ډي. اېن. اې» نمونې د زینب له جسد نه د اخیستل شویو نمونو سره کتلي دي.

په قصور کې د هغې ورځې په سبا چې د زینب مړی وموندل شو، پارېدلو مظاهره‎چیانو د پولیسو پر ضد مظاهرې وکړې چې په تاوتریخوالي کې دوه کسان ووژل شول.

فعالان: د زینبې وژونکي دې پر لويه لار زندۍ کړل شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

شهباز شریف د لاهور ښار له محکمې وغوښتل چې د اووه کلنې زینب د قاتل عمران علي ژر تر ژره محاکمه دې یقیني کړي.

نوموړي ویلي، که قوانین او محاکم اجازه ورکړي دا قاتل باید په عام محضر کې اعدام شي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال په پاکستان کې هره ورځ په اوسطه توګه د ماشومانو د ځورونې لږ تر لږه ۱۱ قضیې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG