د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۷ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۶

پاکستان کې د زینب انصاري پلار د ده د لور په اړه پولیس تورن کړل


د هغې ۸ کلنې پاکستانۍ نجلۍ پلار چې پر پرې جنسي تېري او وژنې یې خلکو ته ټکان ورکړی، نن پنجشنبه پولیس تورن کړل چې په پنجاب ایالت کې د ده د لور د بې درکه کېدو په مهال یې چټک اقدام ونه‎کړ.

د نجلۍ پلار انیس انصاري چې د پېښې پر مهال له خپلې مېرمنې سره د عُمرې لپاره سعودي عربستان ته تللی و، د پنجاب ایالت له اعلي وزیر شهباز شریف سره له کتنې وروسته پولیس په بې غورۍ تورن کړل.

د پنجاب اعلي وزیر پرون څو ساعته وروسته له دې چې انصاري له سعودي عربستان څخه د خپلې لور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره راوګرځېد، کسور ښار ته لاړ.

ماشومه چې زینب انصاري نومېده، تېره اوونۍ یوه ګاونډي کور ته د قرانکریم د زده‎کولو لپاره روانه وه چې بې درکه شوه.

د هغې مړی د سې شنبې په ورځ د کسور په یوه ډېران کې وموندل شو.

له دې پېښې وروسته پرون چهارشنبه په کسور کې د پارېدلو ښاریانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب وشو.

اعتراض کوونکو د پولیسو پر یوه ماموریت حمله وکړه؛ دوه تنه ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG