د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۵

پنجاب کې اعتراض کوونکي غواړي چې د ۷ کلنې زینب عاملان دې په دار وځړول شي


د پنجاب په قصور سیمه کې لا هم د هغې اووه کلنې نجلۍ د وژل کېدو په اړه اعتراضونه دوام لري چې د جنورۍ پر نهمه نېټه یې مړی وموندل شو.

دوی له حکومته د عدالت غوښتنه کوي او وایي، د دې ډول پېښو عاملین باید په عام محضر کې په دار وځړول شي.

د زینب پلار په‎دې اړه رسنیو ته وویل:

"زه د پاکستان د سترې محکمې او د پوځ له مشرانو غواړم چې د ټولو ماشومانو او هم د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي. "

د مدني ټولنو او د ماشومانو د حقونو فعالانو د دې اعتراضونو په لړ کې له حکومته دا هم غواړي چې په تعلیمي نصاب کې دې ماشومانو ته د ځان‎ساتنې په اړه زده‎کړې ته ځای ورکړل شي.

د اووه کلنې زینبې مړی د سې شنبې په ورځ د خځلو پر ډېران غورځول شوی وو چې څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

د چهارشنبې په ورځ د قصور پولیسو ویلي وو چې د ماشومې زینبې د وژنې په پلټنو کې دا خبره تائید شوې ده چې پر هغې جنسي تېری شوی دی.

پولیس وایي، دوی د عاملینو په لټه کې دي.

نن پنجشنبه په پنجاب کې د هغو دوو کسانو مړي خاورو ته وسپارل شول چې د چهارشنبه ورځې د اعتراضونو په ترڅ کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې پولیسو وروسته له هغه د مظاهره‎چیانو د خورولو لپاره پر هغوی ډزې کړي چې مظاهره کوونکو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ .

په مظاهرو کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو په تورتر اوسه ۲۰۰ کسان نیول شوي هم دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب ادارې وایي، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په همدې سیمه کې نژدې ۱۳۰ دا ډول قضیې شوي چې ۱۲ ماشومان په‎کې تر جنسي تیري وروسته وژل شوي دي.

په قربانیانو کې شپږ نجونې او شپږ هلکان ښودل شوي دي.

پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یوه مقرره ومنله چې له مخې به یې د دې ډول پېښو عاملینو ته د اعدام سزا ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG