د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

عرفان: که د امریکا او پاکستان همکاري له منځه لاړه شي، ناوړه پایله به ولري


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې د امریکا او پاکستان استخبارتي همکاري مهمه ګڼي او وايي، که دغه همکاري له منځه ولاړه شي، ناوړه پایلې به ولري.

دا اداري پلاوی زیاتوي، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه د یو هېواد کار نه دی او په کار ده چې د سیمې ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرقان‎الله عرفان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې د امریکا او پاکستان استخبارتي همکاري اړینه او ډېره مهمه وبلله.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرقان‎الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرقان‎الله عرفان

نوموړي وویل:

"که له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له امریکا او افغانستان سره د پاکستان استخباراتي همکاري نه‎وي موجوده، له شکه پرته چې د ترهګرو هغه ځالې چې په پاکستان کې دي، د هغې له‎منځه وړل به ستونزمن وي، دا به ناوړه پایلې ولري، پاکستان باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا او استخباراتي معلومات شریک کړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د امریکا غږ راډیو اردو څانګې سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، دا وخت د پاکستان او امریکا تر منځ هېڅ ډول عملي امنیتي او استخباراتي همکاري نه‎ده موجوده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، پاکستان له امریکا سره استخباراتي همکاریو په نوموړي هېواد د امریکا د وروستیو فشارونو په غبرګون ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړي غونډې ته ویلي، په سیمه کې د ترهګرو په وړاندې مبارزه یوازې د افغانستان مسؤلیت نه‎دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان باید د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې خپل مسؤلیت ادا او په یاده برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته په‎کار ده چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له امریکا سره خپل استخباراتي معلومات شریک کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"پاکستان ته په کار ده چې له ترورېزم سره په مقابله کې له نړیوالو سره استخباراتي معلومات شریک کړي او په دغه مبارزه کې له نړیوالو سره اوږه په اوږه وجنګېږي، څو په سیمه کې د امنیت راتګ ته لاره هواره شي. "

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې د هغه هېواد استخباراتو ته معلومې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان په رښتیني ډول له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرو د ځالو په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي، بې له شکه چې د ترهګرۍ سره پر روانې مبارزې به یې اغېز زیات وي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG