د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۷

د افغانستان پر مسئلې د پاکستان او امریکا د استازو ترمنځ ناندرۍ


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر مسئلې د پاکستان او امریکا د استازو ترمنځ ناندریو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د دواړو لورو ترمنځ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو او د سولې او امنیت سره یې د ارتباط پر موضوع جوړه شوې وه، خبرې تبادله شوې ده.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال جان جي. سالیون «John J. Sullivan» له خولې وايي، که پاکستان ترهګرو سازمانونو ته د خوندي ځالو د ورکولو لړۍ روانه وساتي، نو د امریکا متحده ایالات ورسره کار نه شي کولی.

جان جي. سالیون د امنیت شورا په غونډه کې پر پاکستان غږ کړی چې له دې کار دې لاس واخلي او په افغانستان کې د کړکېچ د هواري لپاره له روانو هڅو سره یو ځای شي.

ورځپاڼه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازې ملیحې لودي ځوابي خبرې هم راخېستې چې ویلي یې دي:

"افغانستان او همکاران یې په ځانګړي توګه امریکا دې، د دې پر ځای چې په نورو د دې کړکېچ مسؤلیت واچوي، د افغانستان دننه ستونزې هواري کړي."

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د څرګندونو یادونه هم کړې چې ویلي یې دي:

"موږ خوشاله یو چې د سیمه ییزو ترهګرو د پټنځایونو او خوندي ځالو د په نښه کولو اړتیا اوس تر بل هر وخت ډېره درک شوې ده."

  • اینډیپنډنټ

اینډیپنډنټ بریتانوۍ ورځپاڼې بیا د هغو افغان ترجمانانو په اړه لیکنه کړې چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی دی.

ورځپاڼه د ریکي په مستعار نوم د یو افغان ترجمان یادونه کوي او وايي، سره له دې چې ریکي ۱۶ کاله په افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري کړې خو اوس د بریتانیا حکومت نوموړي ته بریتانیا ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د ورځپاڼې په وینا د بریتانیا د حکومت له خوا د دې افغان ترجمان د پناه د غوښتنې ردېدو د دې هېواد یو شمېر لوړ پوړي پوځي چارواکي غوسه کړي دي.

ورځپاڼې د بریتانیا د یو لوړپوړي پوځي چارواکي جیرهارډ ویلیر له خولې ویلي:

"ریکي د کابل په شاوخوا کې د بریتانوي ځواکونو د ګزمو پر مهال له دوی سره کار کاوه او څو ځل یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی."

د ښاغلي ویلیر په وینا د ریکې د دې ټولو خدمتونو په بدل کې چې د بریتانیا د ځواکونو سره یې ترجمان په توګه کړي، نوموړی او کورنۍ یې حق لري چې په بریتانیا کې د ژوند کولو چانس ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG