د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

بیدار: د انتخاباتو کمېسیون د مشر د ټاکلو لپاره به ژر خپل‌منځي انتخابات وشي


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دې کمېسیون د اووم غړي په ټاکلو سره به د دې کمېسیون غړي پوره او د نوي مشرتابه لپاره به د خپل‎منځي انتخاباتو جوګه شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړي رفیع‎الله بیدار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون د یوه غړي کمی یې کارونه ټکني کړي وو چې اوس به بېرته چټک شي.

وروسته له هغې چې دوه میاشتې مخکې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر نجیب‎الله احمدزی له دندې لیرې کړ، د دې کمېسیون د مشر څوکۍ خالي وه.

همدارنګه له دې سره د کمېسیون یو غړی هم کم و.

د غوراوي له اوږدې پروسې وروسته، سید حفیظ‌الله هاشمي د انتخاباتو د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

هاشمي د انتخاباتو د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.
هاشمي د انتخاباتو د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

​نوموړی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» د ولسمشر اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوي غړي په توګه لوړه پر ځای کړه چې ورسره د دې کمېسیون د غړو شمېر بشپړ شو.

ازادي راډیو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له غړي رفیع‎الله بیدار څخه وپوښتل چې اوس د کمېسیون د غړو شمېر پوره شو، د دې کمېسیون د مشر د ټاکلو په اړه به کله پرېکړه وشي؟

نوموړي وویل:

"د کمېسیون اووم غړی ټاکل شوی او د غوراوي پروسه بشپړه شوې، اوس موږ کولای شو چې په همدې نږدې ورځو کې وروسته له هغې چې ښاغلی هاشمي رسماً دې کمېسیون ته وروپېژندل شي او کار پيل کړي، نو موږ هر څومره ژر چې ممکنه وي، خپل داخلي انتخابات به ترسره کړو."

ښاغلي بیدار وویل، د کمېسیون دننه به د څلورو پوستونو؛ د کمېسیون د رئیس، دوو مرستیالانو او منشي د څوکیو لپاره انتخابات کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي رفیع‎الله بیدار وویل، د کمېسیون د مشرتابه لپاره په انتخاباتو سربېره نور موارد هم وو چې د کمېسیون د غړو بشپړ ترکیب ته‌یې اړتیا وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی رفیع‎الله بیدار
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی رفیع‎الله بیدار

دی وايي:

"د اووم کس د نشتوالي په صورت کې د کمېشنرانو ترکیب بشپړ نه‎وو، له همدې کبله موږ ډېرې مسئلې چې د کمېسیون د ټولو غړو موجودیت ته‌یې اړتیا لرله، ځنډولې وې؛ د بېلګې په توګه د استخدام پروسه."

بیدار هیله څرګنده کړه چې د کمېسیون د نوي غړي په ټاکلو سره به د انتخاباتو لپاره د چمتووالي چارې چټکې شي.

له دې سره نوموړي ټینګار وکړ چې دوی له عملیاتي او تخنیکي پلوه د راتلونکي هجري کال د سرطان په میاشت کې د ملي شورا او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته چمتو دي.

ښاغلي بیدار راتلونکو انتخاباتو ته د چمتووالي په لړ کې د ترسره شویو کارونو په اړه وویل چې ۷۳۵۵ د رأی ورکولو مرکزونه له سره ارزیابي شوي، همدارنګه د رأی ورکوونکو د یو داسې فهرست پر چمتو کولو کار کوي چې هر رأی ورکوونکی د رأی ورکولو له یوه اړوند مرکز سره وصل کړي.

د رفیع‎الله بیدار په وینا د انتخاباتو عملیاتي پلانونو باندې هم کار روان دی او دوی هیله‎مند دي چې انتخاباتي تقویم به هم ژر بشپړ شي.

۷۳۵۵ د رأی ورکولو مرکزونه له سره ارزیابي شوي.

ښاغلي بیدار مالي تمویل او امنیت چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره مهم دي، په حکومت پورې تړلي وبلل او ټینګار یې وکړ چې دولت باید په دې برخه کې اقدامات چټک کړي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې نېټې ته تر شپږ میاشتو کم وخت پاتې، شنونکي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اوسني فعالیتونه ورو ګڼي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د غړو په بشپړېدو سره به‌یې کارونه چټک شي او ډاډ څرګندوي چې راتلونکي انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي.

XS
SM
MD
LG