د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د ټاکنو کمېسیون د غړي د غوراوي لپاره د لسګونو کسانو وړتیاوې ارزیابي شوې


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټه وايي، د دغه کمېسیون د یوه غړي د ګمارلو لپاره به له لسګونو داوطلبو څخه درې کسان غوره کړي.

دغه کمېټه وایې، د یاد کمېسیون د یوه غړي د غوره کولو په هدف یې د لسګونو داوطلبو د وړتیاوو، زده کړو او کاري تجربو د څېړلو پروسه په بري سره پای ته ورسوله او د روانې اوونۍ ترپایه به، ورنه درې کسان انتخاب کړي.

د ټاکنو د خپلواک کېسیون غړي
د ټاکنو د خپلواک کېسیون غړي

دا خبره د دغې کمېټې رئیس جاوید رشیدي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې په شرایطو برابرو ۸۸ کسانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمبود غړي لپاره فورمې اخیستې وې، له دې جملې ۵۷ فورمې له ډکېدو وروسته وسپارل شوې، د غوراوي کمېټه به هڅه وکړي چې د ارزونې له پروسې وروسته درې کاندیدان چې لوړ او مناسب معیارونه ولري، د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام ته ور وپېژني."

د ښاغلي رشیدي په خبره، ولسمشر به له دغو ۳ دواطلبو نه یو کس د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرتابه پلاوي تشکیل، د رئیس په ګډون ۷ غړي لري.

شااوخوا دوه میاشتې مخکې د دغه کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې له دندې لېرې شو چې اوس یې چارې د مرستیال له خوا پرمخ بیول کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غوراوي د کمېټې دغه هڅه چې د یاد کمېسیون د اداري پلاوي د تشکیل د بشپړولو لپاره یې کوي، ستايي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد له ازادي سره په خبرو کې هیله وښوده چې د غوراوي کمېټه به ډېر ژر درې غوره شوي کسان ولسمشر ته ور وپېژني.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد وویل:

"د دغه غړي په معرفي کېدو سره به، زموږ مهم کارونه چې په سر کې يې د کمېسیون د اداري پلاوي انتخابات دي، ترسره شي، د استخدام پروسه به مو بشپړه او دغه شان نورې انتخاباتي چارې چې ټکنۍ شوي، ټولې به په ښه توګه پر مخ ولاړې شي."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمبود غړي د پوره کېدو په خاطر غوراوي کمېټې ته پکار ده چې خپلې څېړنې او ارزونې له خلکو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره شریکې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG