د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د سولې عالي شورا رئیس: له وسله‌والو طالبانو سره د سولې غیر رسمي اړیکې دوام لري


د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس وايي، له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې لپاره غیر رسمي اړیکې دوام لري او وايي دوی اوس‌مهال د سولې لپاره یو هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلي دي.

کریم خلیلي چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» د سولې اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس ته وینا کوله وویل چې له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې غیر رسمي اړیکې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي دي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې غیر رسمي تماسونه روان دي، د سولې عالي شورا له حکومت سره په همغږۍ سولې ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي، دا مهال په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي او موږ پر یو امیدوار کوونکي پړاو باندې ګام ایښی."

نوموړی وايي، دوی د سولې بین‌الافغاني پروسه ملي ګټو او د ټولو اقشارو نظریاتو ته په پام سره په شفاف ډول پر مخ وړي.

د سولې د عالي شورا رئیس ټینګار کوي چې مدني ټولنې او افغان مېرمنې باید د سولې په راوستو کې پوره ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د حزب اسلامي په وساطت له وسله‌والو طالبانو سره د سولې درې ورځنۍ خبرې پیل او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې چې نتایج‌یې لا نه‌دي روښانه.

که څه هم افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو په دغو خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی، خو د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک چې په همدې غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د سولې لپاره د ټولو اقداماتو هرکلی کوي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"له ټولو هغه اقداماتو چې د افغانستان د خلکو، ګوندونو، مشرانو او شخصیتونو چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره وساطت وکړي اسانیتاوې راوړي او منځګړیتوب وکړي هرکلی کوو، مګر په مستقیمه توګه تر اوسه د افغانستان حکومت له طالبانو سره په مذاکراتو کې نه‌دی شامل شوی."

ښاغلی خپلواک وايي، د ځینو هېوادونو په ځانګړې ډول د پاکستان مداخله، مافیايي کړۍ، د مخدره موادو قاچاق کوونکي او نړیوالې ترورېستي شبکې د بین‌الافغاني سولې پر وړاندې عمده خنډونه دي.

د سولې د دارالانشاء رئیس له وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا وغوښتل چې سوله د ملت غږ دی ورته دې لبیک ووايي او د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره دې خپل بااعتباره استازي دوی ته معرفي کړي.

افغان طالبان
افغان طالبان

که څه هم وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د سولې خبرې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع مشروطې بللې دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه خواجه حامد علوي د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت اراده اړینه بولي وايي، اوس‌مهال د سولې لپاره ټولې هڅې سمبولیکې دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG