د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د کابل او جاکارتا کنفرانسونو کې به د افغان جګړې په اړه فتواګانې صادرې شي


د سولې عالي شورا رهبري وايي، په کابل او جاکارتا کې د پلان شويو کنفرانسونو په مرسته به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه فتواګانې صادرې شي.

د دې شورا مرستيال په حواله، په دې اړه د سولې عالي شورا يوه پلاوي د ليندۍ يا قوس مياشتې په لومړيو کې اندونيزيا ته سفر کړى و او د اندونيزيا له درېيو مذهبي سازمانونو سره ابتدايي بحثونه شوي دي.

د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، له دغو کنفرانسونو زياته تمه ځکه لري چې د اندونيزيا مذهبي سازمانونه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړيکې لري.

د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون
د سولې عالي شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون

دی وايي:

"د اندونيزيا اسلامي سلازمانونه له کوربه هېواد، سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو سره ښې اړيکې لري، فکر کوم د يوه بې طرف درېيمګړي هېواد په توګه ښه رول لوبولاى شي. په کابل او جاکارتا​ کې په جوړېدونکو کنفرانسونو کې دا څېړنه کېږي چې په افغانستان کې روانه جګړه له کومه سرچينه اخلي. د دغه جنګ پرضد به فتواګانې واخېستل شي. د خلکو د ذهنيت په روښانولو کې هم ښه رول لوبولاى شي."

په کابل او جاکارتا کې لا هم د دغو کنفرانسونو لپاره دقيقه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو په پام کې ده په دې باب تخنيکي کارونه ډېر ژر پيل شي.

د سولې عالي شورا وايي، په دغو کنفرانسونو کې به پر دې هم موافقه وشي چې د ټولو اسلامي هېوادونو مفتيان او ديني عالمان په سعودي عربستان کې په يوه نړيواله غونډه کې سره جرګه شي او هلته هم د افغانستان د جګړې په اړه يوه مشترکه ګډه فتوا ورکړي.

د اندونيزيا اسلامي سازمانونه پر افغان جګړه فتوا ورکوي.

د افغانستان د سولې پر مسئله د ٢٠١٨میلادي کال په جنورۍ مياشت کې هم د کابل پروسې په نوم په دوهم کنفرانس کې بحث کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډیسمبر مياشتې په اوله نېټه په اذربايجان کې د اسيا زړه هېوادونو يا د استانبول پروسې اووم کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، د کابل پروسې دوهم کنفرانس به د جنورۍ پر ٢٥مه وشي.

د سولې په اړه د کابل پروسې اوله غونډه د غبرګولي يا جوزا پر ١٧مه نېټه په کابل کې وشوه چې د لسګونو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخېستې وه.

که څه هم د حزب اسلامي له ډلې سره افغان حکومت د سولې موافقه لاسليک کړې خو وسله وال طالبان لا هم د سولې له پروسې سره نه دي ملګري شوي. په افغانستان کې د داعش ډلې تحرکاتو هم د خلکو اندېښنې پارولې دي.

د سولې د هڅو تر څنګ افغان حکومت په پوځي برخه کې هم د ٢٠١٨میلادي کال لپاره د پلانونو خبر ورکړى دى.

د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، هغه پوځي عمليات به چې د روانې مياشتې په سر کې پيل شوي، د ٢٠١٨میلادي کال د امن زمينه برابره کړي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش

دی وايي:

"زموږ ژمني عمليات چې د جدي مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوي اوس هم روان دي. دغه عمليات که دغسې تر پسرلي پورې روان وي کولاى شي د دښمن هغه پناه ځايونه او مورچلونه چې په هېواد کې دننه دي او خلکو ته ځينې ستونزې ايجادوي- له منځه يوسي او که خداى کول راتلونکى ميلادي کال به ښه وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ٢٠١٧میلادي کال چې نن يې وروستۍ ورځ ده، له ستونزو او تاوتريخوالي ډک ګڼل شوى دى.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ويلي، په دې کال په افغانستان کې ٥٠٠٠ کسان وژل شوي او په دې موده کې دوى له بشري حقونو د سرغړونو شا و خوا ٨٠٠٠ قضيې ثبت کړې دي.

XS
SM
MD
LG